دامریکا ولسمشر دبیان دازادۍ مخالف دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60019-دامریکا_ولسمشر_دبیان_دازادۍ_مخالف_دی
زمونږ خبریال راپور راکړی دامریکا د جاسوسۍ ادارې سی ایی ای(CIA) پخوانی مشر مایکل هیډن(Michael Hayden) وویل په سی این این ټیلی ویژن د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حملې د بیان په ازادۍ له غصې ډکه حمله ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 28, 2017 03:14 Asia/Kabul
  • دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ځلونو په سي این این ټیلي ويژن نیوکې کړي
    دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ځلونو په سي این این ټیلي ويژن نیوکې کړي

زمونږ خبریال راپور راکړی دامریکا د جاسوسۍ ادارې سی ایی ای(CIA) پخوانی مشر مایکل هیډن(Michael Hayden) وویل په سی این این ټیلی ویژن د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حملې د بیان په ازادۍ له غصې ډکه حمله ده .

هغه وویل که چیرې خبره دا وی چې مونږ څوک یوو او څه جوړیږو نو ما دخپل ژوند څلویښت(۴۰) کلونه ضایع کړی دی .

دامریکا د جاسوسۍ ادارې سی ایی ای (CIA) پخوانی مشر مایکل هیډن(Michael Hayden) چې په سی این این ټیلی ویژن کښې د ملی امنیت دشناندی په توګه کار کوی وویل ترننه پورې زما لپاره دغه خبره مکمنه نه وه  داسې ګمان وکړم دامریکا  یو(1) ولسمشر په ازادو رسنیو او دبیان په ازادۍ دومره غصه وی .

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ځلونو په سی این این ټیلی ویژن نیوکې کړی او تور یې لګولی دغه ټیلی ویژن چینل  جعلی خبرونه خپروی خو دغه ټیلی ویژن د ټرمپ ادعا رد کړی ده .

له بلې خوا دامریکا ولسمشر ټرمپ اکثره دفاکس نیوز ټیلی ویژن ستاینه کوی او په ځلونو په دغه ټیلی ویژن څرګند شوی هم دی .

دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایی په هیواد کښې فاکس نیوز ټیلی ویژن له سی این این ټیلی ویژن زیات اهمیت لری او زیاته کړې یی ده  چې دهیواد دباندې سی این این نړیوال ټیلی ویژن د جعلی خبرونو ستره سرچینه ده او دغه ټیلی ویژن ددنیا خلکو ته زمونږ ملت په ډیر بد ډول معرفی کوی .