مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د آرمان امروز ورځپاڼی په نړیوالو خبرونو کی لیکل شوی؛ چی د سوریی کردانو، په سوریه کی د امریکایی ائتلاف د څلورو زرو پوځیانو د شتون خبر ورکړ.
د سوریی د کردو ځواکونو یو شمیر سرچینو اعلان وکړ؛ چی د واشنګټن په مشرۍ د نړیوال ائتلاف ځواکونو، د سوریی په شمال کی خپل څلور زره پوځیان مستقر کړی دی.
د دغه راپور سره سم؛ امریکایی پوځیان او مستشاران، او د نورو ډلو ځواکونه، د سوریی په شمال کی د کردو ملیشه قواؤو تر ولکې لاندی سیمو کی مستقر شوی دی.
راپورونه د دی بیانونکی دی؛ چی نړیوال ائتلاف په ۲۰۱۴ م کال کی، له داعش سره د مبارزې د عملیاتو د پیل را هیسی، د سوریی په شمال لویدیځ کی ۱۰ پوځی او هوایی اډې جوړی کړی دی.
د دغه راپور سره په یو وخت، د امریکا دفاع وزارت(پنتاګون) رسماً اعلان وکړ، چی په سوریه کی د دغه هیواد د ځواکونو شمیر ۱۷۲۰ تنه دئ. پداسی حال کی چی له دې وړاندی پنتاګون اعلان کړئ ؤ؛ چی د امریکی ۵۰۰ پوځیان په سوریه کی شتون لری.
د پنتاګون نوی راپورونه چی پرون خپاره شوی دی، د دی ښودنه کوی، چی په عراق کی د امریکایی ځواکونو شمیر ۸۸۹۲ تنه، او په افغانستان کی ۱۵۲۹۸ تنه دئ.
********
د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی دا سرټکئ جالب ښکاری، چی پکی لیکل شوی: د« ټرمپ» پښه هم د«پاناما لیکس» د مالی فساد دوسیې ته وکښله شوه.
یو شمیر سرچینو، په نیویارک کی د ټرمپ په ماڼۍ کی، د یوې ودانۍ د پلورلو په اړه، د پاناما اسنادو په نامه؛ په مالی فساد کی د امریکی د ؤلس مشر«ټرمپ» د ګډون په هکله، د لمړنیو راپورونو خبر ورکړ.
امریکایی ورخپاڼه لیکونکی«جیک برنستین» افشا کړه؛ چی د نړۍ د ډیر پانګه وال او ډیر قدرتمن کس په توګه، د ټرمپ یو شمیر چاری پټ پاتی شوی دی. په یو بل خبر کی د امریکی د تحقیقاتو ځانګړی څارنوال، د امریکی د تیر کال په انتخاباتو کی د روسیی د دخالت په باره کی یوه نوې دوسیه، د لوړې له مراسمو وړاندی د ټرمپ د زوم«جرد کوشنر» د اقداماتو د څیړلو لپاره پرانیستله.
*******
د تهران چاپ د همشهری په ورځپاڼه کی د افغانستان د پخوانی ؤلس مشر«حامد کرزی» له قوله لیکل شوی دی: امریکا؛ په افغانستان کی داعش ډله پیاوړی کوی.
حامد کرزی؛ امریکا په افغانستان کی د اوږد مهاله جګړې د دوام، او د داعش د تقویی مسؤل وبلله؛ او پدی هیواد کی یی د امریکی په جنګ غوښتونکو سیاستونو نیوکه وکړه. کرزی؛ د جرمنی له«بیلډ» نشریی سره په مرکه کی ټینګار وکړ: زموږ په هیواد کی د امریکی جګړې؛ غصه او قهر رامنځته کړئ، او ورانونکې ده. دغه هیواد باید، په افغانستان کی له ټروریزم سره په جګړه کی د بریالیتوب لپاره، د چین؛ روسیی او ایران په شمول له یو شمیر قدرتمنو هیوادونو سره د همکارۍ په لټه کی وی. هغه وویل: هیواد یی د بهرنیو قدرتونو د مقابلې په ډګر بدل شوئ، او په افغانستان کی د داخلی سولې د پروسی په وړاندی ډیر ستر خنډ، امریکا او پاکستان دئ.
پداشان شرایطو کی د افغانستان په ختیځ کی د«ننګرهار» د ولایتی شورا مشر«احمد علی حضرت» اعلان وکړ: امریکا؛ په هوائی حملو کی یواځی د طالبانو اډې بمباری کوی، او پدی ولایت کی د داعش په اډو او غړیو حملی نه کوی.
*********
اوس هم د بهرنیو ورځپاڼو مطالبو ته یوه کتنه کوؤ؛ چی د افغانستان د چارو په هکله یی څه لیکنی کړی دی:
د بشری حقونو نړیوال سازمان یا "هیومن رایټس واچ" تر دې عنوان لاندې یوه مقاله خپره کړې ده.
"جګړه نجونې ښوونځی پرېښودو ته اړوی"
په مقاله کې ۱۶ کلنې ملالۍ په ۲۰۱۶ میلادی کال کې په ننګرهار ولایت کې د نجونو پر ښوونځی یوې حملې ته اشاره کړې ده.
وروسته د ملالۍ له قوله ویل شوی چې طالبانو د دې ښوونځی سرای ته لیک ورغورځولی دی.
دې زیاته کړې، طالبانو په دې لیک کې ویلی وو چې ځکه یې په ښوونځی کې بمونه ځای پر ځای کړی وو چې تاسو خپلې لوڼې د ښوونځیو له تګه را وګرځوئ.
د مقالې په وینا، تېزاب شیندنه، برمته نیونه او شب نامې ښوونکی او زدهکوونکی تهدیدوی.
د راپور په یوه برخه کې راغلی چې افغانستان له هغو ۱۰ هېوادونو څخه دی چې په وروستیو کلونو کې پر زدهکوونکو د هدفی حملو شاهد دی.
بلومبرګ
بلومبرګ خپرونې د یوې لمریزې دستګاه په وسیله د برق تولید ته پام کړی دی.
د خپرونې په وینا، دا پروژه به د ۲۰ مېګا واټو لومړۍ پروژه وی چې په افغانستان کې د ۴۵ میلیونه ډالرو په لګښت جوړېږی.
افغانستان د خپل برق لویه برخه له نورو هېوادونو څخه واردوی.
خپرونه لیکی:
د اسیا پراختیایی بانک به د کابل په سروبی کې د لمریز برق د تولید د دستګاه پروژه تمویل کړی.
نیویارک ټایمز
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله اخری ګڼه کې د یوه افغان فلم په اړه لیکلی دی.
دا فلم چې د افغانستان لهخوا د اسکار جایزې ته ورمعرفی شوی دی، "ولسمشر ته لیک" نومېږی او د یوې افغانۍ کیسه ده چې د یوې بریالۍ پولیسې په توګه دنده تر سره کوی.
مقاله لیکی:
دا ښځه دوه کوچنیان لری او د پولیسۍ دنده یې له کورنی ژوند سره ټکر پیدا کوی، که څه هم دا خپلې ټولې هڅې کوی چې د وظیفې او کورنی ژوند ترمنځ توازن رامنځته کړی.
مقاله یادونه کوی چې د دې فلم جوړوونکې «رویا سادات» نه یوازې له امنیتی ستونزو سره مخامخ شوې، بلکې له مالی نظره هم له ستونزو سره مخامخ شوې ده، خو دا فلم یې بشپړ کړی.
مقاله د فلم د جوړوونکو له خولې وایی چې پر ټولو ستونزو سربېره د فلم تکمیل ورته د یوې لویې بریا غوندې دی.