شمالی کوریا بل نوی بالسټیک توغندی هم وآزمویۀ
شمالی کوریا په همداوروستیو څو میاشتو کې د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ دسختې لهجې له شخړو او د خپلو پولو سره نزدې دبهرنیو عسکرو له زیاتیدونکو ګواښونو سره مخامخ ده .
زمونږخبریال راپورراکړ دجنوبی کوریا دپوځ لوی درستیز وئیلی دی ، دغه توغندی نن سهار وختی دشمالی کوریا له جنوبی پیونګان ولایته د ختیځ په لور توغول شوی دی .
هغه وئیلی دی ، دغه هیواد او امریکا د دغه توغندوی آزموینې دجزیاتو په سپړلو بوخت دی .
شمالی کوریا دستمبر په پنځلسمه هم یو بالسټیک توغندی توغولی ؤ ، دغه توغندی د جاپان په فضا کې تیر شوی او دڅه ډپاسه درې زره اوه سوه کلومیټر واټن له کچ کولو وروسته په ارام سمندر کې غورځیدلی ؤ .
شمالی کوریا په همداوروستیو څو میاشتو کې د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ دسختې لهجې له شخړو او د خپلو پولو سره نزدې دبهرنیو عسکرو له زیاتیدونکو ګواښونو سره مخامخ ده .