شمالی کوریا بل نوی بالسټیک توغندی هم وآزمویۀ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60105-شمالی_کوریا_بل_نوی_بالسټیک_توغندی_هم_وآزمویۀ
شمالی کوریا په همداوروستیو څو میاشتو کې د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ دسختې لهجې له شخړو او د خپلو پولو سره نزدې دبهرنیو عسکرو له زیاتیدونکو ګواښونو سره مخامخ ده .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 29, 2017 03:10 Asia/Kabul
  • شمالی کوریا بل نوی بالسټیک توغندی هم وآزمویۀ

شمالی کوریا په همداوروستیو څو میاشتو کې د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ دسختې لهجې له شخړو او د خپلو پولو سره نزدې دبهرنیو عسکرو له زیاتیدونکو ګواښونو سره مخامخ ده .

 زمونږخبریال راپورراکړ   دجنوبی کوریا دپوځ لوی درستیز  وئیلی دی ،  دغه توغندی  نن سهار وختی   دشمالی کوریا  له  جنوبی   پیونګان  ولایته  د ختیځ  په لور  توغول شوی دی .

  هغه وئیلی دی ، دغه  هیواد او امریکا  د دغه توغندوی آزموینې  دجزیاتو په سپړلو بوخت دی . 

 شمالی کوریا دستمبر په پنځلسمه  هم  یو بالسټیک توغندی  توغولی ؤ ،  دغه توغندی  د جاپان  په فضا کې تیر شوی او  دڅه ډپاسه درې زره  اوه سوه کلومیټر  واټن  له کچ کولو وروسته  په ارام سمندر کې غورځیدلی ؤ .

شمالی کوریا  په همداوروستیو څو میاشتو کې   د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ   دسختې لهجې  له  شخړو   او  د خپلو پولو سره نزدې  دبهرنیو عسکرو  له زیاتیدونکو ګواښونو سره مخامخ ده .