مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60149-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د ابرار ورځپاڼی په یو راپور کی لولو: «ولادیمیر پوتین» د کیمیاوی وسلو د منعی کنوانشین د غړیو هیوادونو کنفرانس ته په یو پیغام کی، د نړۍ له ټولو هیوادونو وغوښتل؛ چی خپلی کیمیاوی ډیپوګانی نابودی کړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 29, 2017 14:07 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د ابرار ورځپاڼی په یو راپور کی لولو: «ولادیمیر پوتین» د کیمیاوی وسلو د منعی کنوانشین د غړیو هیوادونو کنفرانس ته په یو پیغام کی، د نړۍ له ټولو هیوادونو وغوښتل؛ چی خپلی کیمیاوی ډیپوګانی نابودی کړی.

د اسپوتنیک د راپور په اساس، د کیمیاوی وسلو د منعی کنوانشین د غړیو هیوادونو ۲۲ کنفرانس ته د روسیې د ؤلس مشر پیغام، چی په هالینډ کی یی په کار پیل وکړ؛ د کرملین ماڼۍ د مطبوعاتی دفتر په سایټ کی شته.

پوتین پخپل پیغام کی ولیکل: د کیمیاوی وسلو له ټولو ډیپو لرونکو هیوادونو څخه غواړم، له روسیې څخه سرمشق واخلی، او پخپل ټول توان هڅه وکړی چی په ډیر لږ ممکن وخت کی خپلی کیمیاوی وسلی نابودی کړی. د روسیی ولس مشر ولیکل: ډاډمن یم په سیاسی ارادې سره، کیدای شی له کیمیاوی وسلو څخه د تشې نړۍ د لرلو لپاره، د دغه کنوانشین اهدافو ته ورسیږو.

زر ټنه کیمیاوی توکی او وسلی؛ چی له پخوانی شوروی څخه روسیې ته په میراث پانی وې، د تیری تلې په میاشت کی د روسیې په وسیله نابودی شوې.

*********

د تهران چاپ د اعتماد ورځپاڼی په یو تحلیلی مطلب کی لیکل شوی دی: د لبنان لمړی وزیر؛ په یوه مرکه کی د لبنان د بی پلوۍ په هکله خبری وکړې. د مطلب په دوام کی راغلی دی: پدی ورځو کی په لبنان کی د سیاسی کړکیچ د ختمیدو په هکله خبری کول، سخت کار دئ. که څه هم بیروت ته د سعد حریری بیرته ګرځیدل، او د صدر اعظمۍ له مقام څخه د هغه د استعفا ځنډیدل، د دی سبب شول، ترڅو لبنان له بحرانی او لانجمنې فضا څخه لږ څه بهر شی؛ خو واقعیت دا دئ چی د دغه کړکیچ  بل نوئ دور پیل شوئ. پدی دور کی د لبنان ټول سیاسی ګوندونه او ډلی باید سره راټولی شی؛ تر څو وکولای شی له دغه کړکیچ څخه د وتلو لپاره یوه فیصله وکړی. خو پدی منځ کی تر اوسه لا یو مبهم ټکئ وجود لری، او هغه د لبنان له حزب الله سره د حریری لانجه ده. سعد حریری؛ په هغی مرکه کی چی یی د «سی نیوز» فرانسوۍ شبکی سره وکړې، د لبنان له حزب الله څخه وغوښتل، چی د سیمی له کړکیچونو څخه ووځی، تر څو په لبنان کی سیاسی لانجه پایته ورسیږی. ده پخپله مرکه کی ټینګار وکړ: د لبنان حزب الله باید د یوې سیاسی ډلې په توګه؛ په سیمه ایزو مناقشو کی د لبنان د بی پلوۍ اصل ومنی، او له دغو مناقشو څخه ځان وباسی. د لبنان لممړی وزیر پدې مرکه کی زیاته کړه: زه نه غواړم زما په دولت کی داسی یو ګوند وی، چی په عربی هیواد کی د نورو عربی هیوادونو په خلاف مداخله کوی. زه په دولت کی د بی پلوۍ انتظار باسم؛ هماغه څه چی د هغه په هکله مو موافقه وکړه. نشی کیدای یوه خبره وکړو، او بل ډول عمل وکړو.

*********

د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼی د نړیوالو خبرونو په یو راپور کی راغلی دی: د امنیت شورا، د سوریی دولت او مخالفان، د«جنیوا- ۸» کنفرانس کی بی شرطه ګډون ته را وبلل. د ملګرو ملتو د امنیت شورا، د سوریی د کړکیچ د هوارۍ په باره کی، د «جنیوا- ۸» په خبرو اترو کی د سوریی د دولت او مخالفانو د مخکنی شرط پرته ګډون غوښتنه وکړه.

د امنیت شورا مشر«سباستیانو کاردی» د سوریی په باره کی د یوې غونډې له کیدو وروسته، خبریالانو ته وویل: د ملګرو ملتو د امنیت شورا غړیو؛ د سوریی د کړکیچ د سیاسی حل لارې د موندلو لپاره، د«اسټفن ډی میستورا» له هلو ځلو څخه پخپل بشپړ ملاتړ ټینګار وکړ. د سوریی په چارو کی د ملګرو ملتو ځانګړی استازی«اسټفن ډی میستورا»هم، تیره ورځ د سوریی له دولت او مخالفانو څخه وغوښتل؛ چی له هر ډلو مخکنی شرط پرته دی، د خبرو اترو لپاره جنیوا ته لاړ شی. له دې وړاندی یو شمیر خبری رسنیو اعلان کړئ ؤ، چی د سوریی دولت د نمایندګانو پلاوئ به، د«ریاض- ۲» کنفرانس د بیانیی په اعتراض کی، په جنیوا کنفرانس کی ګډون ونه کړی. دا پداسی حال کی ده؛ چی د سوریی د خارجه وزارت یوې سرچینی، د«جنیوا- ۸» په خبرو اترو کی د دغه هیواد د دولت د یو پلاوی د ګډون خبر ورکړ. د سوریی خارجه وزارت اعلان وکړ: چی د سوریی د دولت د نمایندګانو پلاوئ به، د«بشار جعفری» په مشرۍ، نن چهارشنبه د سوریی د مختلفو اړخونو ترمنځ د خبرو اترو په اتم دور کی د  ګډون لپاره، جنیوا ته ورسیږی.

********

اوس هم د افغانستان په هکله د بهرنیو ورځپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه کوو:

په امریکا کې د سولې انسټټیوټ "د افغانستان په انتخاباتو کې درغلۍ" تر عنوان لاندې یوه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې راغلی چې په افغانستان کې پر انتخاباتی بهیر د خلکو اعتماد کم شوی دی.

د بیلګې په توګه په دې مقاله کې ویل شوی چې په ۲۰۱۴ میلادی کال کې په افغانستان کې تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې کارتونو شمیر تر ۲۳ میلیونو ورسید، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ۳۰ میلیونه نفوس یوازې نیمایی کسان د رأیې ورکولو قانونی عمر لری.

لیکوال د رأیې ورکولو د بهیر د ښیګڼې لپاره یو شمیر وړاندیزونه کړی دی.

د بایومټریک د حللارو بیا کتنه، د ګوتو ډیجیټل چاپونه او ډیجیټل عکسونه، د سترګو سکن او د انتخاباتو په ورځ د نه‌تشخیصیدونکو ګوتو د چاپونو لپاره ځانګړی څار.

ډیپلومات

ډیپلوماټ ورځپاڼې هم د افغانستان د انتخاباتو په اړه مقاله خپره کړې ده.

د دې مقالې لیکوال داسې عنوان ورکړی، د افغانستان پارلمانی انتخابات ترټل، خو د لوی تصویر له لاسه ورکول.

لیکوال مقاله په دې پوښتنې پیل کړې ده؛ چې اوسمهال د ټولو توجه افغانستان ته اوښتې، ایا افغانستان کولای شی پر خپلو ژمنو ودرېږی؟

حکومت ژمنه کړې ده چې د ولسی جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات به چې اوس ټاکل شوې ده، د ۲۰۱۸ میلادی کال د جولای میاشتې په اوومه نیټه وشی، په خپلواکه او منصفانه توګه وشی.

د لیکوال په باور د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پر اوسنی نواقصو تمرکز د دې ستونزې خطر زیاتوی چې د انتخاباتو اړوندو له لویو ستونزو د چا پام واوړی.

لیکوال وایی، د انتخاباتو د نیټې نږدېوالی ته په کتو د انتخاباتو د سیستم جوړولو لپاره جدی بحث ته اړتیا ده.

په مقاله کې د نه انتقالیدونکی یوې رأیې سیستم چې شعار یې دی، یو فرد، یوه رأیه، انتقاد شوی دی.

د لیکوال په باور دا سیستم ځینې ستونزې لری.

لومړی دا چې دا سیستم نوماندانو ته اجازه ورکوی چې د لږو رأیو په توپیر سره بریالی شی او دوهم دا چې د سیاسی ګوندونو مخه نیسی.