په بنګلادش کی لمړنی اټمی بریښنا کوټ جوړیږی
Nov 30, 2017 08:26 Asia/Kabul
بنګلادش خپل لمړنئ اټمی بریښنا کوټ د روسیې په همکارۍ سره جوړوی.
د ایرنا د راپور سره سم، د بنګلادش په روپور« Rvpvr » سیمه کی، د لمړنۍ اټمی بټۍ د جوړولو د عملیاتو په پیلیدو سره، دغه هیواد به د هغو ۳۳ ؤ هیوادونو د کلپ غړئ شی؛ چی اټمی بټۍ لری.
د دغه بریښنا کوټ جوړیدل به؛ بنګلادش یوګام هغو هیوادونو ته نږدی کاندی، چی له اټمی بټۍ څخه برخور دی.
د روپور اټمی بټۍ؛ ټاکل شوې ده تر ۲۰۲۴ کاله پوری بشپړه شی، او ۲۴۰۰ مګاواټه بریښنا تولید کړی.
دغه پروژه؛ د بنګلادش د اټمی انرجۍ د کمیشن( BAEC) په وسیله، او د«روس اټم» د شرکت په فنی او مالی ملاتړ سره، د اجرا کیدو په حال کی ده.
د روس اټم شرکت؛ همداراز د هند د تامیل نادو په ایالت کی د «کودانکولام» د اټمی بټۍ په جوړولو لګیا دئ.