د شمالی کوریا په وړاندی د امریکی سیاستونو ماته خوړلی ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60183-د_شمالی_کوریا_په_وړاندی_د_امریکی_سیاستونو_ماته_خوړلی_ده
 یوې چینایی ورځپاڼی د شمالی کوریا په وړاندی د امریکی سیاستونه ماتی خوړلی وبلل. 
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 30, 2017 09:10 Asia/Kabul
  • د شمالی کوریا په وړاندی د امریکی سیاستونو ماته خوړلی ده

 یوې چینایی ورځپاڼی د شمالی کوریا په وړاندی د امریکی سیاستونه ماتی خوړلی وبلل. 

د چین د ګلو بال ټایمز ورځپاڼی نن پنجشنبه ولیکل: د شمالی کوریا د لویی وچی ویشتونکی توغندی؛ توغول ښیې چی د کوریا د ټاپو وزمی د اټمی مسئلې په آوارۍ کی، د امریکی سیاستونو ماته خوړلې ده، او پدې سیمه کی حالات د تیرو کلونو په پرتله لا خراب دی، او لانجی د سختیدو په حال کی دی.

د دغې ورځپاڼی په لیکنه؛ امریکایی مقامونو د شمالی کوریا په وړاندی داسی ستراتیژۍ غوړه کړی دی، چی نه یواځی کارنده نه دی، بلکه د دغو ماتی خوړلو اقداماتو لپاره یی زیاتی مودې ضایع کړې.

د ګلوبال ټایمز ورځپانی وړاندی لیکلی دی: امریکا اعتراف کوی؛ چی د شمالی کوریا وروستی توغول شوی توغندئ، له هر بل توغندی څخه چی دغه هیواد له دې وړاندی توغولئ دئ، د ویشتلو قدرت لرلئ دئ.              

د ګلوبال ټایمز ورځپاڼی ولیکل: د شمالی کوریا وروستئ آزمویل شوئ توغندئ، د امریکی د خاوری د ویشتلو لپاره بسنه کوی. د دغی ورځپاڼی په لیکنه؛ د شمالی کوریا آزمویل شوئ توغندئ، د خوا سونګ-۱۵ ، له ماډل څخه دئ، او د لویی وچی د ویشتلو قدرت لری، او کولای شی امریکا په نښه کړی.

په وروستیو میاشتو کی د امریکی او شمالی کوریا ترمنځ لانجی؛ د امریکی د ؤلس مشر«ډونالد ټرمپ» د جنګ غوښتونکی ستراتژۍ له کبله، له پخوا څخه په زیاته اندازه سختی شوی دی.