د لیندۍ د نهمې نیټې ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوټین له خولې لیکلي دي: د اسرائیلو له نیواکه د فلسطین د آزادۍ ملاتړي یو.
د خبر په دوام کښې لولو چې پوټین وویل: د خپل برخلیک په ټاکلو کښې د فلسطین د ولس له حقه ملاتړ کوو. هغه وویل چې د فلسطین د ملي پخلاینې حمایت کوي او ورسره د اقتصادي اړیکو پراختیا ته چمتو دی. پوټین د فلسطین ولس ته د پرتو چیلنجونو او مشکلاتو هوارولو ته خپله آمادګي وښودله.
اطلاعات د همدې خبر په تړاو لیکلي چې صهیونیسټي رژیم د احتمالي جنګ له ویرې په وړومبي ځل د اوسپنیز ګنبد سیسټم په سمندر کښې ولګوه.
دغه رژیم همداشان غزې ته د یو سویټزرلینډي پلاوي د وتګ مخه نیولې ده.
د همدې ورځپاڼې د وړومبي مخ په یو بل خبر کښې د هافینګټن پوسټ له قوله لولو: عربستان دې په ایران باندې له حملې وروسته د صدام له برخلیکه درس واخلي.
د دغې ورځپاڼې په مقاله کښې راغلي دي: بن سلمان دې نه هیروي چې کومو کسانو چې صدام په ایران باندې حملې ته لمسوه، هم هغوي یې بیا خلاف شول او ویې وژه. امریکا به د بن سلمان له کارولو وروسته هغه د یوې زړې جورابې په شان وغورځوي.
خبر زیاتوي چې عرب هیوادونه له تاریخه درس نه اخلي.
اطلاعات ورځپاڼې همداشان په غټو ټکیو لیکلي چې ملګرو ملتو په عراق کښې له فساد سره د مبارزې په لړ کښې د آیت ا... العظمی سیدعلي سیستاني قدرونه وکړه.
په عراق کښې د ملګرو ملتو استازي یان کوبیش د فساد خلاف تدابیرو د ملاتړ په لړ کښې د دغه هیواد د شیعیانو د عالیقدره مرجعیت له دریځونو خوښې څرګنده کړه او ستاینه یې وکړه.
ملګرو ملتو همداشان د ټولو لورو په ګډون سره په ټاکلې نیټه د عراق د انتخاباتو د ترسره کیدو په ضرورت هم ټینګار کړی دی.
ابرار:
د تهران چاپ ابرار ورځپاڼې د سیمه ایزو خبرونو په برخه کښې د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند خبرو ته انعکاس ورکړی چې وايي: په عراق او سوریه کی د داعش ماته په افغانستان کښې د دغې ډلې په ملاتړو اغیز شیندي.
په افغانستان کی د داعش د تکفیری ډلو ترمینځ بهرنی ښاریز هم شتون لری خو تراوسه دا نده ثابته شوی چی دغه ډلې له هغه داعش سره چی په عراق او سوریه کی شتون لری ، نیغ په نیغه رابطه ولرلې شي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی نن په کابل کښې یوه مرکه کښې په عراق او سوریه کی د داعش د ترهه ګرې ډلې د ماتې په اړه وویل په دغو هیوادونو کی د دغې تکفیری ډلې ماته به په افغانستان کی د دغې ترهه ګرې ډلې د ملاتړو د کمزورتیا سبب شی .
دولت وزیری زیاته کړه په افغانستان کی د داعش د تکفیری ډله ترمینځ بهرنی ښاریز هم شتون لری خو تراوسه دا نده ثابته شوی چی دغه ډله به له هغه داعش سره جی په عراق او سوریه کی شتون لری ، نیغ په نیغه رابطه ولرلې شی .
ده همداراز ادعا وکړه هغه درست ترهه ګر چی په افغانستان کی فعال دی د پاکستان لخوا ورسره ملاتړ کیږی او د اسلام اباد دولت هغو ته وسلې او نور جنګی امکانات ورکوی .
کیهان:
کیهان ورځپاڼې بیا
په دمشق کښې د سوریې د ولسمشر په شتون سره د خدای د ګران رسول (ص) د میلاد جشن جوړ شو.
د سوریې د ولسمشر بشار اسد، د دغه هیواد د ستر مفتی، او یو شمېر وزیرانو او چارواکو په شمول په دغو مراسمو کښې ګډون کوونکو د ماسخوتن نمونځ د دمشق د مفتی شېخ عدنان په امامت ادا کړ.
د سوریې د اوقافو وزیر په دغو مراسمو کښې وویل: د خدای ګران رسول (ص) د ټولو نړیوالو لپاره د خېر، نور او رحمت سرچینه دی.
محمد عبدالستار السید زیاته کړه: داسې یو پېغمبر چې د مکې د فتحې په وخت یې د عمومی معافۍ فرمان جاری کړ څه ډول د هغه دین په تندلاریتوب، تشدد او ترهه ګرۍ تورنېدې شی.
هغه په سوریې کښې سیاسی او دینی اصلاحاتو ته په اشارې سره وویل: د سوریې ولس د خپل فوځ ملاتړ وکړ او دغه ملاتړ د کامیابۍ سبب وګرځېد او ولسمشر وکړې شول ولس د امن ساحل ته ورسوی.
السید وویل: له البوکمال نه تر حلبه د شهیدانو او زخمیانو د وینې هر څاڅکي معجزه رامنځته کړه او د ترهه ګرۍ دسیسې ته یې ماتې ورکړه ځکه چې عزت د هغو کسانو په برخه دی چې د حق ترڅنګه ولاړ وي او ترې دفاع وکړي.
جمهوري اسلامي:
جمهوري اسلامي ورځپاڼې بیاد ایران د اسلامي جمهوریت د دفاعي توان په هکله یو خبر راخیستی او د دفاع وزیر له قوله یې په غټو ټکیو لیدي دي:
خبر زیاتوي چې د ایران دفاع وزیر امیر حاتمی پرون د اسلامی ایران د پوځی توان په اړه د خبریالانو په ټول کی وویل د ایران دفاعی توان د نورو ډیرو هیوادونو په شان له ځانه د دفاع لپاره یو روا توان دې .
د ایران دفاع وزیر د سوریې د دفاعی توان په بیا رغاونه کی د ایران او روسیې د شتون په اړه وویل د سوریې بیا رغاونه د ایران لپاره یو ستر او مهم کار دې او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې د کار دوام به په حقیقت کی د بیا رغوانې له لارې ترسره شی چی د دفاع په شمول درستې حوزې پکې شاملیږی .
ښاغلی حاتمی همداراز د سمندری ځواک د ورځې په مبارکی ویلو سره په کسپین سمندرګی کې د اسلامی ایران د پوځ سمندری ځواک ته په راتلونکی اونۍ کې د یوې بیړۍ د سپرولو خبر ورکړ .
بهرنی ورځپاڼې:
اشنګتن پوسټ ورځپانې لیکلي له دې سره چې په افغانستان کې د امریکا مشاورتي رول پراخېږي امریکايي عسکر به هم ښايي زیات زیانمن شي.
ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن د وروستیو څرګندونو په اساس چې له کابله یې د ویډیو کنفرانس له لارې په پنټاګون کې ورغلیو خبریالانو ته وکړې لیکلي چې تمه ده د امریکا پوځ نوي سلاکاران افغانستان ته ولېږي.
واشنګتن پوسټ ورځپانې لیکلي:
شاوخوا زر تنه امریکايي سلاکاران به د افغان پوځ او خاصو ځواکونو له ډلګیو سره اوږه اوږه په جګړو کې برخه واخلي.
ورځپاڼې د نیکلسن په حواله ویلي چې د افغان پوځیانو لپاره د نویو سلاکارانو رالېږل به په امریکایانو د سړک غاړې چاودنو، وسله والو حملو، راکټونو او نورو حملو ګواښ زیات کړي.
نیکلسن ویلي، د افغانستان لپاره د امریکا د نوې پالیسۍ په اساس د دغو ټولو بدلونونو هدف دا دی چې په دوو نورو کلونو کې افغان پوځ د هېواد په اتیا فیصده خاورې بشپړ کنټرول ترلاسه کړي.
ده ویلي، په دوو کلونو کې غواړي د هېواد له څلورو په درېیو برخو باندې افغانانو ته د ژوند زمینه برابره شي.
واشنګتن پوسټ د امریکا د پوځ د اټکل په اساس لیکلي چې اوس وخت ۶۴ فیصده افغانان په هغو سیمو کې اوسي چې د کابل حکومت پرې کنټرول لري.
واشنګټن پوسټ د جنرال نیکلسن په حواله ویلي، امریکایي سلاکاران له افغان ځواکونو سره مرسته کوي څو په هغو سیمو کې ګزمې او عملیات وکړي چې د طالبانو له خوا له جدي خطر سره مخ دي.
امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په راتګ سره افغانستان ته د زرګونه نورو سرتیرو د استولو لپاره لېوالتیا وښوده.
دمګړی ۱۴ زره امریکایي عسکر په افغانستان کې دیره دي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*