په سوریه کښې د چین پوځي شتون
د چین حکومت د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د مرستې لپاره دغه هیواد ته پوځي ځواکونه لیږي.
د چین دفاع وزارت وویل چې دغه هیواد خپل دوه ځانګړي پوځي یونټونه د سوریې له دولتي ځواکونو سره د مرستې لپاره دغه هیواد ته لیږي. سوریې په ۲۰۱۵ کال کښې په خپل هیواد کښې د چین د پنځو زرو پوځیانو د شتون اجازه ورکړې وه چې دغه ځواکونه د لاذقیه په لویدیځه برخه کښې دیره شول. د چین پوځي سلاکاران هم له سمندري او هوايي ځواکونو او تدارکاتو سره یوځاې په سوریه کښې موجود دي. په سوریې کښې کړکیچ له ۲۰۱۱ کال څخه د دغه هیواد د ولسمشر بشارالاسد د قانوني حکومت د پرزولو لپاره د عربستان، امریکې او د داعش په شمول د هغوي د ملاتړ وړ ترهګرو ډلو په پراخ یرغل سره پیل شو چې د دغو ترهګرو ډلو په تیره بیا داعش په ماتې سره دغه هیوادونه یوازې پاتې شول.
د سوریې په شمول مختلفو سیمو کښې پوځي شتون ته د چین چمتووالی په سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو کښې د موثر رول لوبولو لپاره د بیجنګ د ارادې بیانونکی دی. دې ته په پام سره چې سوریه په دې وروستیو کلونو کښې د داعش په شمول ترهګرو ډلو سره ښکیله ده، په دغه هیواد کښې د چین پوځي شتون هم ښودنه کوي چې د بیجنګ حکومت د داعش په شمول ترهګرې ډلې د خپل ملي امنیت لپاره جدي خطر ګڼي او د سوریې د کړکیچ له هواري سره مرسته په حقیقت کښې په دې لړ کښې د چین د حکومت لپاره جدي ازمیښت دی.
د روسیې پوځي کارپوه واسیلي کاشین وايي: سوریې ته د دوو پوځي یونټونو د لیږلږ لپاره د چین فیصله د سوریې د جنګي پیښو په لړ کښې ډیر اهمیت لرلی دی. چین له سوریې سره د نورو هیوادونو هغه پوځي مرستې چې په ځینو ځایونو کښې نیمګړتیا او کمی لري، بشپړې کړي. له دې مخکښې چین د سوریې حکومتي یونټونو ته د ګاډو، پوځي کالیو او تجهیزاتو په شمول د پام وړ مرستې رسولې خو د بیجنګ له نوې پریکړې ښکاري چې دا ملاتړونه به پراخ شي. د سوریې پوځ ګاډو، ارتباطاتو او انجنئیري تکنیک ته له وسلو کمه اړتیا نه لري.
د سوریې کړکیچ سبب شوی چې چین د امریکې او انډیوالانو یې په امنیت شورا کښې د څو وړاندیزي پریکړه لیکونو په وټو کولو سره لویدیځ ته وښودله چې د ترهګرۍ د پراختیا او د خپل ملي امنیت د ګواښ په زیاتیدو سره له هیڅ هیواد سره روغه جوړه نه کوي. چین ښه پوهیږي چې د داعش په شمول ترهګرې ډلې د نفوذ د پراخولو او د کړکیچ او تشدد د زیاتولو لپاره د امریکې اوزارونه دي او په همدې وجه چین هم غوره ګڼي چې داعش په سوریه کښې د تل لپاره نابود شي چې پراختیا ونه مومي.
د پوځي چارو کارپوه امیر البحر ګوآن یوفي وايي: چین د خپلې خپلواکۍ د دفاع لپاره د سوریې د مبارزې ملاتړ کوي. د چین او سوریې پوځیان په خپلو کښې په رابطه کښې دي، چیني پوځیان غواړي د سوریې له پوځ سره خپله ملګرتیا او اړیکه ټینګه کړي څو ترهګرۍ ته ماتې ورکړي.
په هر حال، د چین د کمیونسټ ګوند په وروستۍ نولسمه کنګره کښې پریکړه وشوه چې دغه هیواد د خپل نړیوال موقعیت د پياوړتیا لپاره په سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو کښې لافعال رول ولوبوي او د چین ولسمشر شي جین پینګ هم ښودلې ده چې نیت لري چین له دفاعي او په اړونده برخه کښې د شتون له پوټکي راوباسي. د جیبوټي په پوځي مرکزونو کښې پراخ شتون او سوریې ته د لازیاتو پوځي ځواکونو لیږل په همدې لړ کښې د غور وړ دي.