سرکه د دیابیت ناروغۍ لپاره ډیره ګټه لری
زمونږ خبریال وایی هسې خو په عادی ډول سرکه (Vinegar)د ډوډۍ د خوند او ذایقې دښه کولو لپاره استعمالیږی خو په یوه نوی طبی تحقیق کښې ویل شوی دی چې سرکه د شوګر او د کینسر ناروغیو په شمول د ډیرو بیماریو د درملنې لپاره هم ډیره ګټه لری .
د ډایابیټک جورنال(Diabetic Journal) په راپور کښې دغه خبره ایشوا شوی ده چې ددوې تحقیق ثابته کړی ده که چیرې د شوګر ټایپ ټو(Diabete Type-2) مریضان هره شپه له ویده کیدا مخکې دوه قاشقې سرکه استعمال کړی چې دبدن په وینې کښې د شکرې(Sugar) اندازه انډوله کیږی .
دغه راز د چین هوزونګ ایګری کلچرل پوهنتون هم په خپل تحقیق کښې ویلی دی د میوو سرکه له ډیرو وژونکو ناروغیو دبچ کیدا مخه نیسی .
په دغه تحقیق کښې ویل شوی دی د ماڼې سرکه د کینسر ، اینفیکشن ، د باکټریا پرضد د مبارزې په شمول دانسان د بدن د وزن دکمیدا او په میټابولیزم کښې د ښه والی د راوستلو په شان چارو کښې ډیره مرسته کوی .
په دغه تحقیق کښې ویل شوی دی چې د سرکې تریخ خوند دانسان له جسم سره د وینې د ګلوکوز د سویې په کنټرولولو کښې مرسته کوی او په دې وجه په میټابولیک او دانسان د وزن په کمیدا کښې مرسته کیږی او د وینې بهیر هم ښه کیږی .
د دغه تحقیق پراساس په سرکې کښې ځینې استعمالیدونکی شیان دکینسر دځینو ډولونو د خلیو د خپریدا مخه نیسی ..
محققانو ویلی دی چې سرکه باکټریانې وژنی ، ضد عفونی ده ، اینټی اکسایډنټس ده او دانسان دصحت لپاره نورې ډیرې ګټې هم لری .
په دغه تحقیق کښې ویل شوی دی هره ورځ دڅو قطرې سرکې استعمال دانسان په بدن کښې دلبلبه (Pancreas)کارندوالی ښه کوی .
د ای پی جان دانسټی ټیوټ فار کینسر مرکز د تحقیق پراساس د ماڼې سرکه د کینسر د ناروغانو لپاره ډیره ګټوره بلل شوی ده .
ددغه تحقیق پراساس د سرکې استعمال دانسان دبدن د وینې دباو هم انډوله ساتی ځکه چې دسرکې اجزا د انسان د وینو دشریانو په خلاصولو کښې مرسته کوی .
کارپیژاندی وایی چې سرکه ښه خواړه دی خو باید خالصه او معیاری وی .