د ډونالډټرمپ دنفسیاتی مریض کیداګونګوسې زیاتې شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60219-د_ډونالډټرمپ_دنفسیاتی_مریض_کیداګونګوسې_زیاتې_شوی_دی
شوارتز دسپینې مانۍ کارکونکی دیوه فرقه پال رهبر برمته شوی وبلل او ټینګار ئې کړی ، ټول امریکایان باید دا موضوع درک کړی چې ډونالډ ټرمپ اوس په ناببره ډول خطرک دی ،ځکه خپل کنټرول ئې له لاسه ورکړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 30, 2017 15:30 Asia/Kabul
  • د ډونالډټرمپ دنفسیاتی مریض کیداګونګوسې زیاتې شوی دی

شوارتز دسپینې مانۍ کارکونکی دیوه فرقه پال رهبر برمته شوی وبلل او ټینګار ئې کړی ، ټول امریکایان باید دا موضوع درک کړی چې ډونالډ ټرمپ اوس په ناببره ډول خطرک دی ،ځکه خپل کنټرول ئې له لاسه ورکړی دی .

د امریکا هغه  لیکوال او خبریال چې  دامریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ئې  د : معاملې  هنر : نومې  کتاب په  لیکنې کې  له هغه سره مرسته کړې و باوری دی  چې  د ټرمپ  سلاکاران  د هغه د نفسیاتی سلامتیا په  باب ډیر زیات اندیښمن شوی دی .

 دغه امریکائی لیکوال ټونی شوارتز  له ایم ایس این بی سی   ټیلیویژنی  چینل سره په خبرو کې  وئیلی دی ، ډونالډ ټرمپ  له نفسیاتی پلوه سخت ناروغه دی .

  شوارتز دسپینې مانۍ کارکونکی دیوه فرقه پال رهبر  برمته شوی  وبلل او ټینګار ئې کړی ،  ټول امریکایان باید  دا موضوع درک کړی چې  ډونالډ ټرمپ  اوس   په  ناببره ډول  خطرک دی ،ځکه  خپل کنټرول ئې له لاسه ورکړی دی .

 دغه امریکائی  لیکوال  ددې پوښتنې په ځواب کې  چې آیا د سپینې ماڼۍ  سلاکاران  د  ولسمشر     د نفسیاتی حالت په باب   ویریږی ، ووئیل ،  دوی په بشپړ ډول  ویریدلی او  ډیر اندیښمن شوی  دی .

ټونی شوارتز  په ۱۹۸۰لسیزې کې  تر اتلسو میاشتو پورې  له ډونالډ ټرمپ سره  د : معاملې هنر :نومې  کتاب په لیکولو کې  له هغه سره  په ملګرتیا او  مرکو کې  مرستې کړی دی . دغه  کتاب  کارکسب    دلارښونو  په باب د ډونالډ ټرمپ  دخاطرو یوه برخه  ده.