دایران خارجه وزیر او داروپایی اتحادیې مسولې خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60237-دایران_خارجه_وزیر_او_داروپایی_اتحادیې_مسولې_خبرې_وکړې
ایرنا خبری اژانس وایی د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مسولې میرمن فیډریکا موګرینی بیګا دایران اسلامی جمهوریت له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره له کتنې وروسته وویل مونږ داټومی موافقې ، دسوریې او د دوه اړخیزه او سیمه ایزو مسایلو په اړه خبرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 01, 2017 01:27 Asia/Kabul
  • ټول هیوادونه باید دیوبل په ملګرتیا سره مینځنی ختیځ د ژوند لپاره په امن ځاې بدل کړو .
    ټول هیوادونه باید دیوبل په ملګرتیا سره مینځنی ختیځ د ژوند لپاره په امن ځاې بدل کړو .

ایرنا خبری اژانس وایی د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مسولې میرمن فیډریکا موګرینی بیګا دایران اسلامی جمهوریت له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره له کتنې وروسته وویل مونږ داټومی موافقې ، دسوریې او د دوه اړخیزه او سیمه ایزو مسایلو په اړه خبرې وکړې .

دایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مشرې میرمن فیډریکا موګرینی پرون د ایټالیا په پلازمینې روم ښار کښې د مدیترانه د  خبرو د نړیوال کانفرنس په څنګ کښې د بندو ورونو شاته له یوبل سره کتنه او خبرې وکړې .

دایران خارجه وزیر په دې خبرې سره چې په سیمې کښې ځینې عرب هیوادونه داسې تصور کوی چې له ګاونډیو هیوادونو سره د تعامل پرځاې  کولای  شی د وسلو په اخیستلو سره امنیت واخلی ډاګینه کړه ټول هیوادونه باید دیوبل په ملګرتیا سره مینځنی ختیځ د ژوند لپاره په امن ځاې بدل کړي .