دامریکا دفاع وزیر پاکستان ته ورځی
Dec 01, 2017 01:35 Asia/Kabul
-
دامریکا ولسمشر ټرمپ دپاکستان او دافغانستان په اړه دنوي ستراتیژۍ داعلانولو په وخت پاکستان د ترهګرو لپاره امن ځاې بللي وو .
زمونږخبریال وایی دپاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویندوی محمد فیصل وویل دامریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس ددوه اړخیزه او دسیمې د مسایلو په اړه دخبرو لپاره اسلام اباد ته ورځی .
هغه ددغه سفر دقیقه نیټه اعلان نکړه خو دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر خواجه اصف تیره اونۍ ویلی وو امکان شته چې دامریکا دفاع وزیر ددسمبر دمیاشتې په دریمه(۳) نیټه اسلام اباد ته ورشی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ دپاکستان او دافغانستان په اړه دنوی ستراتیژۍ داعلانولو په وخت پاکستان د ترهګرو لپاره امن ځاې بللی وو چې دغه چارې د اسلام اباد غصه راپارولی وه او د دواړو هیوادونوترمینځ تاوتریخوالی هم زیات شوی وو .
ټیګونه