دبحرین خلکو دشیخ عیسی قاسم په ملاتړ کښې لاریونونه وکړل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60243-دبحرین_خلکو_دشیخ_عیسی_قاسم_په_ملاتړ_کښې_لاریونونه_وکړل
زمونږ خبریال وایی دبحرین خلکو بیګا د علماو غږ ته په لبیک ویلو سره دهیواد په مختلفو سیمو کښې دستر روحانی شیخ عیسی قاسم د ملاتړ لپاره لاریونونه وکړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 01, 2017 02:05 Asia/Kabul
  • دبحرین دستر مذهبي مشر شیخ عیسی قاسم جسمي حالت خراب شوی اوهغه  جراحۍ ته ضرورت لري .
    دبحرین دستر مذهبي مشر شیخ عیسی قاسم جسمي حالت خراب شوی اوهغه جراحۍ ته ضرورت لري .

زمونږ خبریال وایی دبحرین خلکو بیګا د علماو غږ ته په لبیک ویلو سره دهیواد په مختلفو سیمو کښې دستر روحانی شیخ عیسی قاسم د ملاتړ لپاره لاریونونه وکړل .

دبحرین علماو پرون په یوې (۱)بیانیې کښې له خلکو غوښتی وو د ستر مذهبی مشر شیخ عیسی قاسم په ملاتړ کښې لاریونونه وکړی .

دبحرین خلکو د ستر مذهبی مشر شیخ عیسی قاسم د عسکونو په لیږدولو سره د لبیک عیسی قاسم او زمونږ مشر به تسلیم نکړو په شان شعارونه ورکول .

د بحرین د ال خلیفه رژیم پوځیانو د مظاهره چیانو دتیت پرک کولو لپاره په هغوې حملې وکړې او اوښلن ګازونه یې ورباندې وشیندل .

د بحرین په  «الدراز » سیمه کښې چې شیخ عیسی پکښې وسیږی نښتې سختې شوی دی او هیلی کوپټرونو هلته الوتونه هم کړی دی .

دبحرین دستر مذهبی مشر شیخ عیسی قاسم جسمی حالت خراب شوی اوهغه  جراحۍ ته ضرورت لری خو ال خلیفه رژیم دهغه د درملنې اجازه نه ورکوی .