دبحرین خلکو دشیخ عیسی قاسم په ملاتړ کښې لاریونونه وکړل
-
دبحرین دستر مذهبي مشر شیخ عیسی قاسم جسمي حالت خراب شوی اوهغه جراحۍ ته ضرورت لري .
زمونږ خبریال وایی دبحرین خلکو بیګا د علماو غږ ته په لبیک ویلو سره دهیواد په مختلفو سیمو کښې دستر روحانی شیخ عیسی قاسم د ملاتړ لپاره لاریونونه وکړل .
دبحرین علماو پرون په یوې (۱)بیانیې کښې له خلکو غوښتی وو د ستر مذهبی مشر شیخ عیسی قاسم په ملاتړ کښې لاریونونه وکړی .
دبحرین خلکو د ستر مذهبی مشر شیخ عیسی قاسم د عسکونو په لیږدولو سره د لبیک عیسی قاسم او زمونږ مشر به تسلیم نکړو په شان شعارونه ورکول .
د بحرین د ال خلیفه رژیم پوځیانو د مظاهره چیانو دتیت پرک کولو لپاره په هغوې حملې وکړې او اوښلن ګازونه یې ورباندې وشیندل .
د بحرین په «الدراز » سیمه کښې چې شیخ عیسی پکښې وسیږی نښتې سختې شوی دی او هیلی کوپټرونو هلته الوتونه هم کړی دی .
دبحرین دستر مذهبی مشر شیخ عیسی قاسم جسمی حالت خراب شوی اوهغه جراحۍ ته ضرورت لری خو ال خلیفه رژیم دهغه د درملنې اجازه نه ورکوی .