دیمن پوځ د عربستان په خمیس مشیط توغندی ویشتلی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60245-دیمن_پوځ_د_عربستان_په_خمیس_مشیط_توغندی_ویشتلی
فارس خبری اژانس وایی دیمن پوځ او ولسی کمیټیو بیګا دسعودی عربستان په جنوب کښې په عسیر ولایت کښې په «خمیس مشیط »پوځی اډې د مینځ واټنه بلاسټیک توغندی حمله وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 01, 2017 02:08 Asia/Kabul
  • دیمن له هراړخیزه کلابندۍ سره سره ددغه هیواد د پوځ او ولسي کمیټیو دفاعي قدرت ورځ تر بلې د پیاوړي کیدا په حال کښې دی .
    دیمن له هراړخیزه کلابندۍ سره سره ددغه هیواد د پوځ او ولسي کمیټیو دفاعي قدرت ورځ تر بلې د پیاوړي کیدا په حال کښې دی .

فارس خبری اژانس وایی دیمن پوځ او ولسی کمیټیو بیګا دسعودی عربستان په جنوب کښې په عسیر ولایت کښې په «خمیس مشیط »پوځی اډې د مینځ واټنه بلاسټیک توغندی حمله وکړه .

په فضا کښې ددغه توغندی د له مینځه وړلو په اړه د سعودی عربستان د رسنیو له ادعا سره سره دیمن پوځ او ولسی کمیټیو ټینګار کړی دغه توغندی په ټاکلي  هدف لګیدلی دی .

دیمن پوځ او ولسی کمیټۍ تیره میاشت هم توانیدلې وې د سعودی عربستان په پلازمینې ریاض کښې په  «باچا خالد » نړیوال هوایی ډګر د لرواټنه برکان ایچ دوه (H2)ډوله توغندی حمله وکړی .

دسعودی عربستان د ال سعود رژیم لخوا دیمن له هراړخیزه کلابندۍ سره سره ددغه هیواد د پوځ او ولسی کمیټیو دفاعی قدرت ورځ تر بلې د پیاوړی کیدا په حال کښې دی .