امریکا دشمالی کوریا پرضد ناکامه شوه
Dec 01, 2017 02:16 Asia/Kabul
-
دملګروملتونودامنیت شورا غونډه چې دشمالي کوریا په نوي توغندي ازموینې د غور لپاره جوړه شوي وه له هیڅ معلومې نتیجې پرته ختمه شوه .
فرانسې خبری اژانس په یوه(۱) راپور کښې وویل امریکا دملګروملتونو په امنیت شورا کښې دشمالی کوریا پرضد د یوشان نظر په جلبولوکښې ناکامه شوی ده .
په ملګروملتونو کښې دامریکا استازی میرمن نیکې هیلې (Nikki Haley)پرون دامنیت شورا په غونډې کښې له نورو هیوادونو وغوښتل له شمالی کوریا سره خپلې اړیکې غوڅې کړی خو روسیې او چین دغه غوښتنه ونه منله .
دملګروملتونودامنیت شورا غونډه چې دشمالی کوریا په نوی توغندی ازموینې د غور لپاره جوړه شوی وه له هیڅ معلومې نتیجې پرته ختمه شوه .
شمالی کوریا په تیرې چهارشنبې ورځ ویلی وو له یوې لوې وچې دبلې لوچې وچې ویشتونکی بلاسټیک توغندی یې په بریالیتوب سره ازمویلی او دغه توغندی دامریکا ټول ولایتونه ویشتلی شی .
ټیګونه