دسوریې دصلحې خبرې به ددسمبر تر ۱۵ دوام ولری
-
ایران ، روسیه او ترکیه توانیدلي دي د سوریې دملي غونډې دترسره کولو او یوې(۱) سیاسي حل لارې ته د رسیدا په لاره کښې مهم عملي ګامونه پورته کړي .
ایرنا خبری اژانس وایی دسوریې په چارو کښې دملګروملتونو ځانګړی استازی اسټیفن ډی میستورا بیګا وویل په جینیوا کښې د سوریې دصلحې خبرې اترې به د روان میلادی کال د دسمبر دمیاشتې تر پینځلسمې(۱۵) نیټې پورې دوام ولری .
هغه په جینیوا کښې په خبری کانفرنس کښې د جینیوا د اتم (8)پړاو د خبرو دلومړنۍ مرحلې د ختمیدا په اعلانولوسره وویل ددغو خبرو لومړی پړاو د ملګروملتونو په څارنې سره د سوریې د پارلمان او د ولسمشرۍ په انتخاباتو او داساسی قانون په موضوع تمرکز درلود .
دسورېې په چارو کښې دملګروملتونو ځانګړی استازی « اسټیفن ډی میستورا » وویل له راتلونکی سې شنبې ورځې څخه به د خبرو اترو بل پړاو ترسره شی او د دسمبر دمیاشتې تر پینځلسمې(۱۵) نیټې پورې به دوام ولری .
دجینیوا خبرې په داسې حال کښې دوام مومی چې ایران ، روسیه او ترکیه توانیدلی دی د سوریې دملی غونډې دترسره کولو او یوې(۱) سیاسی حل لارې ته د رسیدا په لاره کښې مهم عملی ګامونه پورته کړی .