اذربایجان او افغانستان د ملګرتیا موافقې لاسلیک کړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60279-اذربایجان_او_افغانستان_د_ملګرتیا_موافقې_لاسلیک_کړې
ایرنا خبری اژانس وایی داذربایجان جمهوریت او د افغانستان ولسمشرانو او د دواړو هیوادونو پلاویو دملګرتیا اوه (۷)موافقې لاسلیک کړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 02, 2017 01:05 Asia/Kabul
  • باکو او کابل په نړیوالو ارګانونو کښې تل دیو بل ملاتړ کوي .
    باکو او کابل په نړیوالو ارګانونو کښې تل دیو بل ملاتړ کوي .

ایرنا خبری اژانس وایی داذربایجان جمهوریت او د افغانستان ولسمشرانو او د دواړو هیوادونو پلاویو دملګرتیا اوه (۷)موافقې لاسلیک کړې .

دغه اوه(۷) موافقې پرون په باکو کښې د اسیا دزړه د اوم(۷) کانفرنس په څنګ کښې د افغانستان دولسمشر اشرف غنی او د اذربایجان د ولسمشر الهام علی اف او د دواړو هیوادونو د پلاویو له خبرو وروسته لاسلیک شوې .

په دغو اوو (۷)موافقو کښې د ګډې پانګونې پراخول او  ملاتړ کول ، ګد هوایی خدمات ، د قانونمنۍ پیاوړی کول ، دټرانسپورټ ، بیخ بنایی ،اقتصادی ، سوداګری ، کلتوری او د زده کړې ملګرتیاوې شاملې دی .

داذربایجان جمهوریت ولسمشر الهام علی اف د ملګرتیاو دسندونو له لاسلیک کیدا وروسته له افغانستان سره  دسیاسی اړیکو سویه رضایت بخښونکی وبلله او ویې وویل باکو او کابل په نړیوالو ارګانونو کښې تل دیو بل ملاتړ کوی .

الهام علی اف افغانستان ته د هوایی حریم له لارې د ټرانسپورټ په زمینه کښې د اذربایجان جمهوریت مرستو ته په اشارې سره وویل باکو په افغانستان کښې دخپلو عسکرو دشمیر د زیاتولو کوشش کوی .

همدا اوس د ناټو دځواکونو په چوکاټ کښې د اذربایجان جمهوریت درې نوی(۹۳) پوځیان په افغانستان کښې دیره دی .

دافغانستان ولسمشر اشرف غنی هم له اذربایجان جمهوریت سره د کابل دحکومت د دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا دټینګار په ترڅ کښې له افغانستان  سره د اذربایجان جمهوریت د مرستو قدرونه وکړه .