اذربایجان او افغانستان د ملګرتیا موافقې لاسلیک کړې
-
باکو او کابل په نړیوالو ارګانونو کښې تل دیو بل ملاتړ کوي .
ایرنا خبری اژانس وایی داذربایجان جمهوریت او د افغانستان ولسمشرانو او د دواړو هیوادونو پلاویو دملګرتیا اوه (۷)موافقې لاسلیک کړې .
دغه اوه(۷) موافقې پرون په باکو کښې د اسیا دزړه د اوم(۷) کانفرنس په څنګ کښې د افغانستان دولسمشر اشرف غنی او د اذربایجان د ولسمشر الهام علی اف او د دواړو هیوادونو د پلاویو له خبرو وروسته لاسلیک شوې .
په دغو اوو (۷)موافقو کښې د ګډې پانګونې پراخول او ملاتړ کول ، ګد هوایی خدمات ، د قانونمنۍ پیاوړی کول ، دټرانسپورټ ، بیخ بنایی ،اقتصادی ، سوداګری ، کلتوری او د زده کړې ملګرتیاوې شاملې دی .
داذربایجان جمهوریت ولسمشر الهام علی اف د ملګرتیاو دسندونو له لاسلیک کیدا وروسته له افغانستان سره دسیاسی اړیکو سویه رضایت بخښونکی وبلله او ویې وویل باکو او کابل په نړیوالو ارګانونو کښې تل دیو بل ملاتړ کوی .
الهام علی اف افغانستان ته د هوایی حریم له لارې د ټرانسپورټ په زمینه کښې د اذربایجان جمهوریت مرستو ته په اشارې سره وویل باکو په افغانستان کښې دخپلو عسکرو دشمیر د زیاتولو کوشش کوی .
همدا اوس د ناټو دځواکونو په چوکاټ کښې د اذربایجان جمهوریت درې نوی(۹۳) پوځیان په افغانستان کښې دیره دی .
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی هم له اذربایجان جمهوریت سره د کابل دحکومت د دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا دټینګار په ترڅ کښې له افغانستان سره د اذربایجان جمهوریت د مرستو قدرونه وکړه .