د اسیا دزړه کانفرنس دافغانستان دمشکلاتو په حل تینګار وکړ
-
دافغانستان د امنیتي او اقتصادي مشکلاتو له حل سره دمرستې لپاره داسیا د زړه اتم ()کانفرنس به راتلونکي کال په ترکیې وشي .
ایرنا خبری اژانس وایی د اذربایجان جمهوریت په پلازمینې باکو کښې دافغانستان د اقتصادی او امنیتی مشکلاتو له حل سره دمرستې په نوم د اسیا د زړه د اوم (۷)کانفرنس بیانیه خپره شوه .
د اسیا د زړه د اوم(۷) کانفرنس په بیانیې کښې له ترهګرۍ ، دنشه ایزو موادو له قاچاق او منظمو جرمونو سره په مبارزې ، د جنګ د کډوالو دمشکلاتو په حل کیدا، په افغانستان کښې د نړیوالو ټولنو د رول په پیاوړتیا او دسیمه ایزو ملګرتیاو د پراخولو د لارو چارو په موندلو او په سیمه کښې د صلحې او ثبات د ټینګیدا لپاره په هڅې ټینګار شوی دی .
د افغانستان د خارجه وزارت د اقتصادی ملګرتیاو مرستیالې عادله راز د دغه بیانیې له لوستلو وروسته وویل هغه په سیمه کښې دموجودو ګواښونو او مشکلاتو د ختمیدا لپاره یو(۱) مهم سند دی .
د اذربایجان جمهوریت د خارجه وزارت د نړیوالو چارو مرستیال اراز عظیم اف هم دافغانستان له امنیتی او اقتصادی مشکلاتو له حل سره دمرستې د اسیا د زړه د اوم (۷)کانفرنس بیانیې ته په اشارې سره ددغه سند د مادو د اجرا لپاره دعملی اقداماتو د ترسره کیدا پرضرورت ټینګار وکړ .
دافغانستان د امنیتی او اقتصادی مشکلاتو له حل سره دمرستې لپاره داسیا د زړه اتم ()کانفرنس به راتلونکی کال په ترکیې وشی .