دبریتانیا چپتیا دیمن دخلکو پرضد له جنایتکارانو سره ملګرتیا ده
-
په یمن دسعودي عربستان بمباریو او حملو دغه هیواد بیخي تباه کړی دی او څه دپاسه دیارلس زره (۱۳۰۰۰) بې ګناه کسان یې وژلي .
مهر خبری اژانس وایی د انګلستان دحکومت د مخالف لیبر (Labour)ګوند مشر جیرمی کوربین په یوه(۱) پیغام کښې د سعودی عربستان په اړه د لومړۍ وزیر میرمن «ټریسا مې »چپتیا دیمن دخلکو په کړاو کښې دهغې مرسته وبلله .
هغه پرون وویل دیمن د کلابندۍ په باره کښې سعودی عربستان ته د انګلستان دلومړۍ وزیرې میرمن «ټریسا مې »چپتیا او دیمن په جنګ کښې دلندن رول دیمن دخلکو په کړاو کښې د هغې د لاس لرلو ښودنه کوی .
د بریتانیا د لیبر ګوند مشر جیرمی کوربین وویل سعودی عربستان باید دیمن کلابندۍ پاې ته ورسوی او لندن هم په ریاض د وسلو خرڅولو وځندوی .
دبریتانیا لومړۍ وزیرې میرمن ټریساپه تیرې پنجشنبې و رځ سعودی عربستان ته په سفر کښې په یوې(۱) دورکې ورکونکی وینا کښې له ریاض غوښتی وو چې دیمن دخلکو پرضد کلابندۍ ختمه کړی .
ټریسا مې په داسې حال کښې له عربستان څخه دیمن دکلابندۍ دختمیدا غوښتنه کړی ده چې هغه په سعودی عربستان د وسلو د خرڅولو د کار له بندولو سره مخالفه ده .
په یمن دسعودی عربستان بمباریو او حملو دغه هیواد بیخی تباه کړی دی او څه دپاسه دیارلس زره (۱۳۰۰۰) بې ګناه کسان یې وژلی او په لسګونو زره نور یې ژوبل کړی او په میلیونو خلک کډوال شوی هم دی .