امریکا دشمالی کوریا هڅولو ته دوام ورکړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60291-امریکا_دشمالی_کوریا_هڅولو_ته_دوام_ورکړی_دی
زمونږ خبریال وایی د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف دشمالی کوریا پرضد د امریکا په لمسونکو اقداماتو نیوکه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 02, 2017 02:31 Asia/Kabul
  • دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په جنګ غواړې کړچار سره د شمالي کوریا او دامریکا ترمینځ تاوتریخوالی له مخکې څخه زیات شوی دی .
    دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په جنګ غواړې کړچار سره د شمالي کوریا او دامریکا ترمینځ تاوتریخوالی له مخکې څخه زیات شوی دی .

زمونږ خبریال وایی د روسیې دبهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف دشمالی کوریا پرضد د امریکا په لمسونکو اقداماتو نیوکه وکړه .

هغه وویل امریکا هڅه کوی چې شمالی کوریا ولمسوی .

د روسیې دباندنیو چارو وزیر  سرګی لاوروف وویل امریکا  کوشش کوی چې دشمالی کوریا په لمسولو سره دخپلو غلیمانه هدفونو لپاره ضروری پلمه لاس ته راوړی .

شمالی کوریا په تیرې چهارشنبې ورځ وویل له یوې(۱) لوې وچې د بلې لوې وچې ویشتونکی بلاسټیک توغندی یې په بریالیتوب سره ازمویلی دی چې دامریکا ټول ښارونه ویشتلی شی .

دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په جنګ غواړې کړچار سره د شمالی کوریا او دامریکا ترمینځ تاوتریخوالی له مخکې څخه زیات شوی دی .