د سوریې دحلب ښار بیا رغول پیل شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60295-د_سوریې_دحلب_ښار_بیا_رغول_پیل_شوی_دی
ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې حکومت په شمال کښې د حلب د وران شوی ښار د بیارغاونې کار پیل کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 02, 2017 02:50 Asia/Kabul
  • داعش ترهګرې ډلې دسوریې حلب ښار زیات وران کړی دی او ددغه ښار په زړې برخې کښې تراوسه بریښنا او  اوبه نشته .
    داعش ترهګرې ډلې دسوریې حلب ښار زیات وران کړی دی او ددغه ښار په زړې برخې کښې تراوسه بریښنا او اوبه نشته .

ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې حکومت په شمال کښې د حلب د وران شوی ښار د بیارغاونې کار پیل کړی دی .

دسوریې حکومت حاضردمه د حلب ښار د ځینو ودانیو د بیا مرمتولو کار چې له ترهګرو سره په جنګ کښې یې زیات تاوانونه لیدلی دی پیل کړی خو په دغه ښار کښې د بیا رغاونې او د ودانیود جوړولو عملیات په سستۍ سره پرمخ روان دی .

د حلب ښار د شورا غړی  «ریم خانجی » وویل په دغه ښار کښې ترهګرو ودانیو ته زیات تاوانونه رسولی دی او مونږ لومړۍ د کلتوری میراث او دتاریخی ودانیو د بیا رغولوکار پیل کړی دی .

هغه وویل د حلب ښار د تاریخی ودانیو له مرمتولو وروسته د خلکو د کورونو او دبازارونو د بیا رغولو کار په ایجنډې کښې لرو .

دحلب ښار د شورا دغه غړی وویل سوریې تراوسه د ودانیو د مرمتو لپاره له هیڅ نړیوالې ادارې هیڅ مرسته نه ده ترلاسه کړی .

داعش ترهګرې ډلې دسوریې حلب ښار زیات وران کړی دی او ددغه ښار په زړې برخې کښې تراوسه بریښنا او  اوبه نشته .