داهل بیّت علیهم السلام مینه اوعشق دتکفیری ډلو د جوړیدا خوراسترخنډدی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60307-داهل_بیّت_علیهم_السلام_مینه_اوعشق_دتکفیری_ډلو_د_جوړیدا_خوراسترخنډدی
اهل سنت داسلام دګران پیغمبر دنیکمرغه زوکړې کلیزې د ربیع الاول په دولسمه او اهل تشیع ئې هم دربیع الاول په اولسمه نیټه ګڼی . داسلامی انقلاب ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی داسلامی نړۍ دوحدت په موخې سره د دغو دواړو نیټو ترمینځ اونۍ د وحدت اونۍ نومولې او هرکال دغه اونۍ په درستې نړۍ کې په پرتم سره لمانځل کیږی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 02, 2017 09:09 Asia/Kabul
  • داهل بیّت علیهم السلام مینه اوعشق دتکفیری ډلو د جوړیدا خوراسترخنډدی

اهل سنت داسلام دګران پیغمبر دنیکمرغه زوکړې کلیزې د ربیع الاول په دولسمه او اهل تشیع ئې هم دربیع الاول په اولسمه نیټه ګڼی . داسلامی انقلاب ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی داسلامی نړۍ دوحدت په موخې سره د دغو دواړو نیټو ترمینځ اونۍ د وحدت اونۍ نومولې او هرکال دغه اونۍ په درستې نړۍ کې په پرتم سره لمانځل کیږی .

زمونږخبریال راپورراکړ د اسلامی مذهبونو دنزد یوالی دنړیوالې تولنې  عمومی منشی آیت ا....محسن اراکی  بیګا  په قم سپیڅلی ښار کې دحضرت بی بی معصومه  سلام  ا....علیها په حرم کې  د رحمت او وحدت دشپې په دستورو کې  دې ته په اشارې سره  چې دنړۍ نوی فی صده مسلمانان  ځانونه داهل بیّت علیهم السلام مینه وال ګڼی  ووئیل . داهل بیت علیهم السلام  په نسبت دغه لیوالتیا  په اسلامی نړۍ  کې خورا ډیر ستر ظرفیّت  حسابیږی .

 داسلامی مذهبونو دنزدیوالی د نړیوالې ټولنې  عمومی منشی  په دې په ټینګار سره چې  مسلمانان باید  داختلافاتو اوتیت پرکوالی  په  ځای ، داسلام دګران پیغمبر  د ګرانې لور حضرت فاطمةالزهرا سلام علیها  دمینې او محبت  دچورلیز په شاوخوا کې ،له یوه بل سره وحدت او موّدت  ولری ،زیاته کړې ؛ که  په دغې مینې او عشق کې  ولوله اوپرتم  وی ،نو نور به  هیڅکله هم د داعش نامه ونه  وینو .

 دشعر په دغې شپې ،  پر ایرانیو شاعرانو سربیره  دبیلابیلو هیوادونو شاعرانو هم  په اردو ،فرانسسۍ، کردۍ ،آذری  اوفارسی ژبه  دوحدت په موضوع سره  شعرونه  وړاندې کړل .  دغه  دستوروې  د وحدت د اونۍ په مناسبت  او د اسلامی مذهبونو دنزدیوالی  د ټولنې  دعلمیه حوزو دمدیریّت  او  د ایران داسلامی جمهوریت دریډیو اوټیلیویژنی چینل د  ادارې  په همت سره   ترسره شوې .