د آذربایجان، ترکیی او پاکستان دری اړخیزه غونډه
د آذربایجان، ترکیی او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران، د متقابلو پوځی همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ.
د آذربایجان جمهوریت خارجه وزیر«المار محمد یاروف»، په باکو کی د ترکیی؛ آذربایجان جمهوریت او پاکستان د خارجه وزیرانو د دری اړخیزې غونډې په پای کی، په خبری کنفرانس کی، د آذربایجان جمهوریت او پاکستان ترمنځ د مستقیمو الوتنو له سره پیلیدل، د انرجۍ او ټوریزم په برخه کی د همکاریو پراختیا، د دریو هیوادونو ترمنځ د پارلمانی اړیکو پیاوړی کیدل، او له ټروریزم سره مبارزه کول، د دری اړخیزې غونډې اصلی محورونه اعلان کړل.
د پاکستان خارجه وزیر«خواجه محمد آصف»هم، په باکو کی د پاکستان؛ ترکیی او آذربایجان جمهوریت د خارجه وزیرانو دری اړخیزه غونډه، ګټوره وبلله، او ویی ویل: دری هیوادونه کولای شی د دفاعی صنایعو په حوزه کی ، همکارۍ او تجارت ته پراختیا ورکړی.
په باکو کی؛ د آذربایجان جمهوریت؛ ترکیی او پاکستان دری اړخیزه غونډه، په اصلی ناسته کی د دریو هیوادونو د غږملتیا په منظور، یوه مقدماتی غونډه بللای شو. په حقیقت کی دغه ناسته؛ په اصلی غونډه کی د ګډون په منظور، د دریو هیوادونو د غږملتیا په موخه، د کار په اجنډا کی راغلی ده. د آذربایجان؛ ترکیې او پاکستان دری اړخیزه غونډه باید؛ د دی واقعیت بیانونکی وبولو، چی هر دری واړه هیوادونه، په افغانستان کی د شتون په اړه، دځان لپاره ځانګړی ګټی او تعریفونه لری. په باکو کی دغه غونډه؛ په تیره بیا د آذربایجان جمهوریت لپاره، د نورو دوؤ هیوادونو په پرتله؛ له زیات اهمیت څخه برخوره ده. ځکه چی د آذربایجان جمهوریت د یو مسلمان هیواد په توګه؛ چی خپل یو شمیر ځواکونه یی، د شمالی آتلانتیک تړون سازمان(ناټو) په چوکاټ کی افغانستان ته لیژلی دی؛ د یو لړ ګټو په لټه کی دئ؛ چی د ناټو له سازمان څخه به لاسته را نه وړی.
د«آسیا زړه- د استامبول پروسه» کنفرانس د اهمیت په دلیل، د دغې غونډې غړی هیوادونه، د ګډون کولو په ضمن کی هڅه کوی؛ اقتصادی همکارۍ د غونډی په موضوعګانو کی په لمړیتوب کی را ولی. له همدی کبله د آذربایجان جمهوریت ؤلس مشر«الهام علی اف»، د «آسیا زړه» هیوادونو په اووم کنفرانس کی، په یو لړ ویناؤو کی تاکید وکړ:«د ایران د اسلامی جمهوریت په ګډون؛ د شمال- جنوب ریلی دالان په شان، د نړیوالو طرحو اجرا کیدل، له دغه دالان سره د یوځای کیدو لپاره؛ افغانستان ته نوی فرصتونه ورکوی، ترڅو خپل بارونه او توکی، له ډیرې لنډې لارې څخه نړیوالو بازارونو ته ورسوی».
د«آسیا زړه- د استانبول پروسه» غونډه؛ هغه ناسته ده، چی هر کال؛ د افغانستان په موضوع سره، د دغه هیواد کړکیچونو او له خپلو ګاونډیانو او سیمه ایزو ملګرو سره د هغه ګټو ته د رسیدګۍ په منظور، د یادې پروسې په یو غړی هیواد کی ترسره کیږی.
د استانبول پروسی لمړنۍ غونډه؛ په ۲۰۱۱ م کال کی، او د افغانستان؛ ایران؛ آذربایجان جمهوریت؛ چین؛ هند؛ قزاقستان؛ قرقیزستان؛ پاکستان؛ روسیې؛ عربستان؛ تاجیکستان؛ ترکیې؛ ترکمنستان او عربی متحده اماراتو په شمول، د ۱۴ ؤ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون، په استانبول کی ترسره شوه. له هغه وروسته؛ هر کال د«آسیا زړه- د استانبول پروسه» غونډی، په ترتیب سره، په افغانستان؛ قرقیزستان؛ چین؛ پاکستان؛ او هند کی ترسره شوی دی.
په ټول کی باید ووایو؛ د باکو غونډه د آسیا زړه غونډی غړیو ته یو بل فرصت ورکوی، ترڅو د سیمه ایزو همکاریو په نویو شرایطو کی، د سیمه ایزو او نړیوالو دؤو او څو اړخیزو ملګرتیاؤ لپاره، د نویو فرصتونو د رامنځته کولو په لټه کی وی.