پاکستان باید دترهګرو دامن مرکزونو پرضد اقدام وکړی
Dec 03, 2017 01:42 Asia/Kabul
-
دامریکا دفاع وزیر به بیا مصر ، اردن او کویت ته هم سفرونه وکړي .
زمونږخبریال وایی دامریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس په پاکستان کښې دترهګرو د امن ځایونو پرضد له توپیر پرته د اقدام د ترسره کولو په غوښتنې سره وویل دغه کار د پاکستان او په سیمه کښې د پایداره امنیت په ګټه دی .
د امریکا دفاع وزیر دغه خبره په داسې حال کښې کړی ده چې هغه سبا پاکستان ته په سفر ورځی .
دامریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس وویل واشنګټن د پاکستان او د امریکا داړیکو پیاوړی کول غواړی .
د ویلو ده چې دامریکا دفاع وزیر جیمز ماټیس به سبا اسلام اباد ته ورشی چې دپاکستان له لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی او دپوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره د سیمې دامنیت ، دافغانستان د جنګ او د نورو دوه اړخیزه موضوګانو په اړه خبرې وکړی .
دامریکا دفاع وزیر به بیا مصر ، اردن او کویت ته هم سفرونه وکړی .
ټیګونه