دامریکا ولسمشر د تاوتریخوالی د زیاتولوهڅه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60377-دامریکا_ولسمشر_د_تاوتریخوالی_د_زیاتولوهڅه_کوی
مهر خبری اژانس وایی دایران د پارلمان د خارجی سیاست او د ملی امنیت د کمیسیون مشر علاالدین بروجردی پرون په تهران کښې د پولینډ د پارلمان ددوستۍ د ډلې له نائب رییس نوربرټ ابریسکی سره په کتنې کښې وویل هغه هیوادونه چې دامریکا دفیصلې په تمه دی د نړیوالې سیالۍ په بازار کښې به اصلی بایلونکی وی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 03, 2017 02:56 Asia/Kabul
  • هیڅ هیواد حق نلري  چې دایران او دپینځه جمع  یوې ډلې دغړیو هیوادونو ترمینځ دلاسلیک شوي اټومي تړون خلاف ورزۍ وکړي
    هیڅ هیواد حق نلري چې دایران او دپینځه جمع یوې ډلې دغړیو هیوادونو ترمینځ دلاسلیک شوي اټومي تړون خلاف ورزۍ وکړي

مهر خبری اژانس وایی دایران د پارلمان د خارجی سیاست او د ملی امنیت د کمیسیون مشر علاالدین بروجردی پرون په تهران کښې د پولینډ د پارلمان ددوستۍ د ډلې له نائب رییس نوربرټ ابریسکی سره په کتنې کښې وویل هغه هیوادونه چې دامریکا دفیصلې په تمه دی د نړیوالې سیالۍ په بازار کښې به اصلی بایلونکی وی .

هغه د اټومی موافقې په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غیر منطقی وینا د اروپایی هیوادونو اعتراض ته په اشارې سره وویل ډونالډ ټرمپ یوازې په سیمه کښې د جنګ او د تاوتریخوالی د رامینځته کولواو زیاتولوکوشش کوی .

دپولینډ د پارلمان ددوستۍ ډلې نائب رییس ابریسکی هم ایران په سیمه کښې مهم هیواد وباله او ویې ویل اټومی موافقې دایران له اسلامی جمهوریت سره د اړیکو د پراخیدا لپاره د اروپایی هیوادونو په تیره بیا د پولینډ لپاره مناسب فرصت رامینځته کړی دی .

هغه ټینګار وکړ هیڅ هیواد حق نلری  چې دایران او دپینځه جمع  یوې ډلې دغړیو هیوادونو ترمینځ دلاسلیک شوی اټومی تړون خلاف ورزۍ وکړی .