دامریکا ولسمشر د تاوتریخوالی د زیاتولوهڅه کوی
-
هیڅ هیواد حق نلري چې دایران او دپینځه جمع یوې ډلې دغړیو هیوادونو ترمینځ دلاسلیک شوي اټومي تړون خلاف ورزۍ وکړي
مهر خبری اژانس وایی دایران د پارلمان د خارجی سیاست او د ملی امنیت د کمیسیون مشر علاالدین بروجردی پرون په تهران کښې د پولینډ د پارلمان ددوستۍ د ډلې له نائب رییس نوربرټ ابریسکی سره په کتنې کښې وویل هغه هیوادونه چې دامریکا دفیصلې په تمه دی د نړیوالې سیالۍ په بازار کښې به اصلی بایلونکی وی .
هغه د اټومی موافقې په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غیر منطقی وینا د اروپایی هیوادونو اعتراض ته په اشارې سره وویل ډونالډ ټرمپ یوازې په سیمه کښې د جنګ او د تاوتریخوالی د رامینځته کولواو زیاتولوکوشش کوی .
دپولینډ د پارلمان ددوستۍ ډلې نائب رییس ابریسکی هم ایران په سیمه کښې مهم هیواد وباله او ویې ویل اټومی موافقې دایران له اسلامی جمهوریت سره د اړیکو د پراخیدا لپاره د اروپایی هیوادونو په تیره بیا د پولینډ لپاره مناسب فرصت رامینځته کړی دی .
هغه ټینګار وکړ هیڅ هیواد حق نلری چې دایران او دپینځه جمع یوې ډلې دغړیو هیوادونو ترمینځ دلاسلیک شوی اټومی تړون خلاف ورزۍ وکړی .