دیمن انصار الله غورځنګ دفتنې خلاف دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60379-دیمن_انصار_الله_غورځنګ_دفتنې_خلاف_دی
زمونږخبریال وایی د یمن دانصارالله ولسی غورځنګ مشر عبدالمالک الحوثی په پلازمینې صنعا کښې جنګونو ته په اشارې سره له ټولو خلکو په تیره بیا عاقلانواو هوښیارو کسانو وغوښتل د ملی ژغورنې له حکومت سره دملګرتیا په ترڅ کښې په صنعا کښې د کړکیچ دحل هڅه وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 03, 2017 03:12 Asia/Kabul
  • په هغه څه کښې  چې دیمن په پلازمینې صنعا کښې رامینځته شوي دي د انصار الله غورځنګ پلویان پکښې لاس نلري .
    په هغه څه کښې چې دیمن په پلازمینې صنعا کښې رامینځته شوي دي د انصار الله غورځنګ پلویان پکښې لاس نلري .

زمونږخبریال وایی د یمن دانصارالله ولسی غورځنګ مشر عبدالمالک الحوثی په پلازمینې صنعا کښې جنګونو ته په اشارې سره له ټولو خلکو په تیره بیا عاقلانواو هوښیارو کسانو وغوښتل د ملی ژغورنې له حکومت سره دملګرتیا په ترڅ کښې په صنعا کښې د کړکیچ دحل هڅه وکړی .

هغه بیګا په صنعا کښې د یمن دپخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح د ځواکونو له خوځښتونو وروسته وویل انصار الله غورځنګ دهیواد دامنیت او ثبات ته د ګوزار دورکول کیدا او د ورانۍ او دفتنې د رامینځته کولو مخالف دی او غواړی دخلکو ژوند وساتل شی .

دیمن دانصار الله غورځنګ مشر عبدالمالک الحوثی وویل دهیواد خلک د جنګ دجبهو ملاتړ کوی اومونږ باید  د فتنې  او  د ورانۍ رامینځته کونکو کسانو خبرو ته غوږ وانه چوو او دا پتیالی دی چې په هیواد کښې به بریالی شی .

هغه وویل په هغه څه کښې  چې په پلازمینې صنعا کښې رامینځته شوی دی د انصار الله غورځنګ پلویان هیڅ  لاس نلری او د ټولو خلکو دنده  د نوی فتنې درامینځته کولو لپاره د حکومت په څنګ کښې دریدل دی .