د یمن د دښمانانو هدف دملی وحدت له مینځه وړل دی
ایرنا خبری اژانس وایی په یمن کښې د نویو جنګونو له سختیدا وروسته دهیواد دعلماو ټولنې په دې خبرې سره چې په یمن کښې روانې دردونکی پیښې دملی وحدت د له مینځه وړلو لپاره ددښمانانوهدف دی له ټولو علماو او شخصیتونو وغوښتل د حالاتو د ارامولولپاره اقدام وکړی .
دیمن د علماو ټولنې دغه راز داسلام دګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د زوکړې د جشن له ترسره کیدا وروسته د څو ښاریزو د وژل کیدا په اړه اندیښنه وښودله او په هیواد کښې د اووربند، د منطق او عقل د واکمنه کیدا غوښتنه یې وکړه .
په عین حال کښې دیمن سیاسی ګوندونو او ډلو پرون په یوې ګډې بیانیې کښې په پلازمینې صنعا کښې د ناامنۍ درامینځته کولو لپاره د دښمانانو هڅه وغندله او د داخلی جبهې د وحدت په ملاتړ او د ناامنۍ دعاملانو په سزا کولو یې ټینګار وکړ .