د لیندۍ د دولسمې نیټې ورځپاڼې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60395-د_لیندۍ_د_دولسمې_نیټې_ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 03, 2017 09:17 Asia/Kabul
  • د لیندۍ د دولسمې نیټې ورځپاڼې

د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې ابرار ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې په غټو ټکیو د ایران د وسله والو ځواکونو د لوړرتبه ویاند خبرې راخیستې دي چې وايي: د ایران د توغندوي توان په هکله د هیڅ ډول خبرواترو  امکان نشته.

خبر زیاتوي چې د ایران د اسلامی جمهوریت د  پوځ  ویندوی  سردار تورن جنرال  سید مسعود جزایری  پرونپه یولړ څرګندونو کې روښانه کړې ،  دایران  توغندوی توان به  د  اسلامی انقلاب د دښمنانو په وړاندې د  خورا اصلی دفاعی  عامل  په توګه  تل د لوړتیا په لور حرکت وکړي.

 سردار جزایری  همدراز  هغو ټولو کسانو ته چې  دایران ددفاعی تونان په باب  دخبرواترو غوښتنه کوي، سپارښتنه کړې چې د ایران  دفاعی اوتوغندوی  حوزې ته  د واریدیدو   زحمت دې نه کوي .

  هغه  همداراز  ووئیل ،  داسلامی ایران  ددفاعی  اوپوځی قدرت زیاتیدا د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود او د ایران د ملت  د تائید وړ ده.

همدې ورځپاڼې په وړومبي مخ د ایران او هندوستان د خارجه وزیرانو یو انځور راخیستی چې د دغو دواړو لوړرتبه سفارتکارانو په شونډو پکښې مسکا لیدله کیږي. له انځور لاندې یې لیکلي دي: د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا باندې د ایران او هندوستان د خارجه وزیرانو ټینګار.

د خبر په تفصیل کښې لولو: د هندوستان د بهرنیو چارو وزیرې پرون په تهران کښې د ایران د اسلامي جمهوریت له خارجه وزیر سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.

سشما سوارج په دغه کتنه کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د هندوستان د اړیکو په اهمیت او د هغو د ژورتیا او پراختیا په ضرورت ټینګار وکړ.

په دغه کتنه کښې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف هم د ایران او هند مخ په پراختیا او ښو اړیکو ته په اشارې سره څرګنده کړه: د چابهار د شهید بهشتي بندر افتتاح د دوه اړخیزو او سیمه ایزو ملګرتیاو د پیاوړتیا نه علاوه په سیمه ایزه پراختیا او د عمان سمندر او هند سمندر له لارې د نړۍ له نورو هیوادونو سره د مرکزي آسیا د هیوادونو په ارتباطي لارو کښې د دې بندر د اهمیت ښودونکی دی.

 

اطلاعات:

                د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې بیا سیستان او بلوچستان ولایت ته د ولسمشر حسن روحاني سفر ته پراخ انعکاس ورکړی او د زابل د خلکو په ټول کښې د ولسمشر د وینا یو انځور یې راخیستی دی. د خبر عنوان دی: په سیستان او بلوچستان ولایت کښې د دیرشو بیخ بینايي طرحو افتتاح او د د جوړولو پیلیدا.

افتتاح شوې بیخ بینايي او اقتصادي پروژې د تیلو، روغتیا او درملنې، کرهڼې، د اطلاعاتو د ټیکنالوجۍ، ځواک او ټولنیزې سوکالتیا په برخه کښې دي.

ولسمشر حسن روحاني همداشان وویل چې د چابهار ریل لاره به له زاهدان، بیرجند او مشهد سره ونښلي. د ایران ترټولو ستر راتلونکی بندر به چابهار وي. دا د آیت ا... العظمی سید علي سیستاني په شمول د سترو علماو او مراجعو وطن دی چې له نجف څخه د عراق د کرد او سني مسلمانانو په ملاتړ کښې خبره کوي.

د اسلامي ایران ولسمشر زیاته کړه: زمونږ ویاړ د وحدت او یووالي ساتل دي او سیستان او بلوچستان خپل وحدت او سرحدونه په ښه توګه ساتلي دي. د قومونو او مذهبونو اختلاف او ترهګرۍ له ایران پرته په ټوله سیمه کښې جرړه غزولې ده او ایران د معتدل او مینځلاري سوچه اسلام په وجه اختلافاتو او ترهګرۍ ته فرصت نه دی ورکړی.

حجت الاسلام والمسلمین ډاکټر حسن روحاني په زابل کښې په خپله وینا کښې زیاته کړه: د سیستان د آزادې سیمې په جوړیدو سره به په سیمه کښې یو ستر اقتصادي بدلون راشي او په پارلیمان کښې یې د لایحې تصویبیدو ته په تمه یو. په پوره توان سره باید د سرحدي بازارچو د جوړیدو ملاتړ وشي.

په دې هکله یو بل خبر کښې لولو چې ولسمشر روحاني بیګا په زاهدان کښې د ایران په سیستان او بلوچستان پوهنتون کښې د محصلینو د ورځې په دستورو کښې محصلین د هیواد داسلامی او دملی ارزښتونو ملاتړی وبلل او ټینګار یې وکړ دایران پوهنتونونه باید له یوبل او دغه راز ددنیا له علمی مرکزونو سره په تعامل کښې ووسي .

په دې خبرې ټینګار سره چې محصلین او ځوانان دایران داسلامی جمهوریت په حکومت ستر حق لری وویل محصلینو د مذهبی مشرانو او د خلکو په څنګ کښې د اسلامی انقلاب لپاره سرشیندنې وکړې .

دایران ولسمشر حسن روحانی په دې خبرې ټینګار سره چې دایران اسلامی جمهوریت نن سبا دسیمې دمشکلاتو دحل  رکن دی وویل هغه کار چې ایران د عراق او دسوریې دملتونو په څنګ کښې دداعش ډلې دماتی لپاره وکړ د سترې دسیسې ختمول وو.

اطلاعات همداشان په یو بل خبر کښې د سید حسن نصر ا... له قوله لیکلي دي: حزب ا... د لبنان د ثبات د پياوړتیا او د فتنې د مخنیوي لپاره له حریري ملاتړ کوي.

خبر زیاتوي چې د لبنان د حزب ا... یو لوړرتبه چارواکي په دې وروستیو کښې د سید حسن نصر ا... یو پيغام سعد حریري ته رسولی دی. د حزب ا... مشر په دغه پيغام کښې ټینګار کړی چې که حریري ظالم وي او که مظلوم، ملاتړ ترې کوي.

او

د یمن د انصار ا... غورځنګ مشرتابه په پلازمینه صنعاء کښې د علي عبدا... صالح د ځواکونو د فتنه پالنې خبرداری ورکړ.

خبر زیاتوي چې د یمن د استعفا کړي او تښتیدلي ولسمشر عبدا... صالح په مشرۍ د ولسې کنګرې نومې ګوند ځواکونو صنعاء ښار له حوثي مبارزانو سره د نښتې په ډګر بدل کړی دی.

عبدا... صالح د انصار ا... ځواکونو په غیرقانوني بللو سره وویل چې له ګاونډي هیوادونو (عربستان) سره په اړیکو کښې د یو نوي باب پرانیستو ته چمتو دی.

 

کابل چاپ:

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې بیا په یوه مطلب کې د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د همکاریو د تړونونو لاسلیک ته په اشارې لیکلي چې دا تړونونه د اقتصاد، سوداګرۍ، د متقابلې پانګونې هڅونی، امنیت، د قانون تنفیذ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوایي ټرانسپورټ د خدماتو بیا پیل او لوړو زده کړو په برخو کې لاسلیک شوي دي.

ورځپاڼه لیکي چې دا تړونونه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو یو نوی باب پرانیزي چې له مخی به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخه کړي.

د ورځپاڼو د بحث بله مهمه مسئله د کندهار غونډه ده چې پکې د غونډې د ګډونوالو او د دوی په وړاندې د ځینو کړیو غبرګونونه راخيستي دي.

 

ویسا:

ویسا ورځپاڼې د کندهار د غونډې د ګډونوالو په حواله لیکلي چې د افغانستان امنیتي، سیاسي او اقتصادي حالت له سخت بحران سره مخامخ دی.

ورځپاڼه لیکي چې د غونډی ګډونوال په هېواد کې موجود د دغه بحران لپاره د ملي وحدت حکومت ګرم بولي او وایي چې دا بحران ورځ تر بلی زیاتېږي.

ورځپاڼې دې بحث ته په خپله سرلیکنه کې هم دوام ورکړی او لیکلي یې دي چې له ډېره وخته د حکومت او د حکومت د سیاسي مخالفینو ترمنځ دا اختلاف موجود دی چې د حکومت سیاسي مخالفین موجوده حالات بحراني بولي، خو حکومت بیا وایي چې هر څه ښه دي.

ورځپاڼه لیکي چې له سیاسي اپوزسیون سره د حکومت تقابل د حل لاره نه ده، بلکې حکومت ته پکار ده چې موجوده حقایق ومني او حل لارې ورته پیدا کړي.

 

مسیر:

مسیر ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د کندهار غونډې ته ځانګړی کړی او لیکلي یې دي چې د غونډې ګډونوالو حکومت ته دوه میاشتی وخت ورکړ چې د دوی غوښتنې ومني.

ورځپاڼې وړاندې لیکلي چې د غونډې په پای کې یو پنځه ماده ییز پرېکړه لیک خپور شو چې پکې یوه اساسي غوښتنه د انتخاباتو د کمېسيونونو د چارواکو بدلول دي چې باید د دوو میاشتو په موده کې ترسره شي.

ورځپاڼې وړاندې د غونډې په اړه د بېلابېلو اړخونو نظرونه هم راخيستي او لیکلي یې دي چې ځیني کسان د غونډې پلوي کوي، خو ځیني نور یې بیا د حکومت او نظام د کمزوري کولو یوه هڅه بولي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*