دامریکا اقدام د فلسطین لپاره دمنلو وړ نه دی
Dec 04, 2017 01:06 Asia/Kabul
-
امریکا ، انګلستان ، فرانسه ، جرمني ، سعودي عربستان او ځینې نور عرب هیوادونه د اسرائیلو ستر ملاتړي دي .
زمونږ خبریال وایی د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس امریکا ته په خبرداری سره ویلی دی د اسرائیلو د پلازمینې په توګه د بیت المقدس دټاکلو د فیصلې په وجه به واشنګټن دسیمې د امنیت لپاره کوششونه له خطر سره مخ کړی .
د اسرائیلو د پلازمینې په توګه د بیت المقدس منل او یا دغه ښار ته د امریکا د سفارت انتقالول به دسیمې د امنیت د راتلونکی لپاره خطرونه زیات کړی او دغه چاره د نه منلو وړه ده .
دامریکا چارواکو ویلی دی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ راتلونکی اونۍ بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمینې په توګه اعلانولی شی .
دفلسطین ټولو خلکو او سیاسی ګوندونو دامریکا دغه فیصله په کلکه غندلی ده .
امریکا ، انګلستان ، فرانسه ، جرمنی ، سعودی عربستان او ځینې نور عرب هیوادونه د اسرائیلو ستر ملاتړی دی .
ټیګونه