دیمن پخوانی ولسمشر باید تسلیم شی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60451-دیمن_پخوانی_ولسمشر_باید_تسلیم_شی
زمونږخبریال وایی دیمن پوځی قوماندانانو او سیاسی مشرانو دپخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح د تسلیمیدا غوښتنه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 04, 2017 01:35 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان، متحده عربي امارات ، امریکا او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه کوشش کوي چې دیمن دپخواني ولسمشر علي عبدالله صالح زوی قدرت ته ورسوي .
    سعودي عربستان، متحده عربي امارات ، امریکا او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه کوشش کوي چې دیمن دپخواني ولسمشر علي عبدالله صالح زوی قدرت ته ورسوي .

زمونږخبریال وایی دیمن پوځی قوماندانانو او سیاسی مشرانو دپخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح د تسلیمیدا غوښتنه وکړه .

دیمن دپلازمینې صنعا په جنوب کښې د انصار الله ولسی غورځنګ او پخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح ته د اړونده بلواګرو ترمینځ د خونړیو جنګونو له زیاتیدا وروسته ددغه هیواد پوځی قوماندانانو او سیاسی شخصیتونو له علی عبدالله صالح وغوښتل د ځان په تسلیمولو سره هغه  فتنې چې رامینځته کړی  دې ده پاې ته ورسوی .

دا په داسې حال کښې چې د یمن پخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح هماغه راز د انصار الله غورځنګ له ځواکونو سره د مقابلې لپاره دخپلو جنګیالیو استولوته دوام ورکوی او دغه اقدام د هغه ائتلاف دجنګی الوتکو له ملاتړ سره یوځاې دی چې دانصار الله غورځنګ او دامنیتی ځواکونو په مرکزونو بمبارې کوی .

مخکې ویل شوی وو چې دیمن انصار الله غورځنګ د پلازمینې زیاتې سیمې د پخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح له پلویانو بیرته نیولی دی .

د یمن دانصار الله ولسی غورځنګ او دعلی عبدالله صالح ډلې ترمینځ د خبرو له ماتی وروسته په پلازمینې صنعا کښې د دواړو لوروترمینځ جنګونه پیل شوی چې دلسګونو کسانو د مړینې او ژوبلې سبب شوی دی .

دیمن دانصار الله ولسی غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام ویلی دی هغه ستره دسیسه چې دسعودی عربستان او امریکا  تیریګرو دښمانانو د پخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح په مرستې سره پلان کړی وه د خلکو او دانصار الله غورځنګ دځواکونو په مرستې سره شنډه شوی ده .

څه موده مخکې دسیمې ځینوعربو رسنیو د یمن دپخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح یوه(1) زوی ته دهیواد دچارو د سپارلولپاره د سعودی عربستان په مشرۍ د عربو هیوادونو د ائتلاف او د علی عبدالله صالح ترمینځ له تماسونو پرده پورته کړی وه .

سعودی عربستان، متحده عربی امارات ، امریکا او ځینې نور عرب او اروپایی هیوادونه کوشش کوی چې دیمن دپخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح زوی قدرت ته ورسوی .