دبحرین حکومت دخلکو ځپل زیات کړی دی
-
دبحرین خلک د دیکتاتور حکومت دختمیدا او د ازادو انتخاباتو له لارې دیوه(۱) خپلواکه حکومت د جوړیدا او دعدالت دټینګیدا او د توپیر دختمیدا غوښتونکي دي .
ایرنا خبری اژانس وایی د بحرین دبشری حقوقوټولنې په یوه(۱) راپور کښې وویل د ال خلیفه رژیم امنیتی ځواکونو هغه خلک چې د ستر مذهبی مشر شیخ عیسی قاسم په ملاتړ کښې صلح ایزې مظاهرې کوی په سخته ځپلی دی .
دبحرین دبشری حقوقو دغه ټولنې وویل د روان میلادی کال د نوامبر دمیاشتې له لومړۍ نیټې څخه تر اوویشتمې (۲۷)نیټې پورې دهیواد په اتودیرشو(۳۸) سیمو کښې له درملنې د ستر مذهبی مشر شیخ عیسی په محرومولو کښې د ال خلیفه دیکتاتور رژیم په اقداماتو اعتراض کښې درې پنځوس(۵۳) صلح ایزې مظاهرې شوی دی خو حکومتی عسکرو خلک په سخته ځپلی دی .
دبحرین د بشری حقوقوټولنې ټینګار وکړ حکومتی عسکر د ستر مذهبی مشر شیخ عیسی قاسم د درملنې د مخه په نیولو سره په ښکاره ډول د هیواد دقوانینو خلاف ورزۍ کوی .
دبحرین ال خلیفه رژیم د ستر مذهبی مشر شیخ عیسی قاسم د تابعیت په لغوه کولو او د هغه په محاکمه کولو سره دتیر میلادی کال له جون میاشتې راهسې الدراز سیمه چې دغه ستر عالم پکښې وسیږی کلابنده کړی ده .
دبحرین خلک د دیکتاتور حکومت دختمیدا او د ازادو انتخاباتو له لارې دیوه(۱) خپلواکه حکومت د جوړیدا او دعدالت دټینګیدا او د توپیر دختمیدا غوښتونکی دی .