مصر د داعش ډلې په ستنیدا اندیښنه څرګنده کړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60459-مصر_د_داعش_ډلې_په_ستنیدا_اندیښنه_څرګنده_کړه
ایرنا خبری اژانس وایی د مصر دبهرنیو چارو وزیر سامح شکری پرون په قاهرې کښې د لیبیا دکړکیچ د حل لپاره د ملګروملتونو له استازی غسان سلامه سره په کتنې کښې له عراق او سوریې څخه دافریقا شمال ته د داعش ترهګرو د بیرته ستنیدا په احتمال اندیښنه وښودله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 04, 2017 02:21 Asia/Kabul
  • مصر او دسیمې  او نړۍ ټول هیوادونه د ملګروملتونو تر ملاتړ لاندې په لیبیا  کښې د اوسني سیاسي بهیر ملاتړ کوي .
    مصر او دسیمې او نړۍ ټول هیوادونه د ملګروملتونو تر ملاتړ لاندې په لیبیا کښې د اوسني سیاسي بهیر ملاتړ کوي .

ایرنا خبری اژانس وایی د مصر دبهرنیو چارو وزیر سامح شکری پرون په قاهرې کښې د لیبیا دکړکیچ د حل لپاره د ملګروملتونو له استازی غسان سلامه سره په کتنې کښې له عراق او سوریې څخه دافریقا شمال ته د داعش ترهګرو د بیرته ستنیدا په احتمال اندیښنه وښودله .

دمصر خارجه وزیر په دغه کتنې کښې د ترهګرۍ د پراختیا او په تیره بیا له عراق او سوریې څخه د داعش ترهګرو د بیرته ستنیدا او دافریقا شمال په تیره بیا لیبیا ته دهغوې د تښتیدا لپاره د هڅو په اړه اندیښنه وښودله او ویې یل دا د ټولې سیمې د امنیت او ثبات لپاره ګواښ دی .

دمصرخارجه وزیر سامح شکری په دې خبرې ټینګار سره چې مصر او دسیمې  او نړۍ ټول هیوادونه د ملګروملتونو تر ملاتړ لاندې په لیبیا  کښې د اوسنی سیاسی بهیر ملاتړ کوی وویل د لیبیا د کړکیچ لپاره نهایی حل لاره باید د دغه هیواد د ټولو ډلو  له موافقې او اراده څخه سرچینه اخیستی وی .