دسوریې عسکرو له داعش نور کلی هم ازاد کړل
-
امریکا د داعش ډلې ډیر غړي افغانستان ته انتقال کړي دي .
تسنیم خبری اژانس وایی د سوریې سرچینو د دیرالزور ولایت په خوا کښې له داعش ترهګرې ډلې د کابو اتو(۸) کلیو د ازادولواو د پلازمینې دمشق دلویدیځ په خوا کښې د سختو جنګونو خبر ورکړ .
په دغو جنګونو کښې د داعش ترهګرې ډلې څو مهم مشران او دهغوې ملګری هم هلاک شوی دی .
د داعش ترهګرې ډلې له نیواک څخه ازاد شوی کلی د دیرالزور ولایت د جنوب ختیځ په خوا کښې د المیادین او د البوکمال ښارونو ترمینځ پراته دی .
د سوریې پوځ او د لبنان داسلامی مقاومت ځواکونو د نوامبر دمیاشتې په نولسمه (۱۹)نیټه د سوریې په ختیځ کښې په دیرالزورولایت کښې ابوکمال ښار دداعش ترهګرې ډلې له نیواک څخه ازاد کړی وو .
دعراق د القائم ښار په ګاونډ کښې د سوریې ابوکمال سرحدی ښار د سوریې په ختیځ کښې دداعش ترهګرې ډلې اخری اصلی مرکز ګڼل کیده .
دعراق او سوریې حکومتی عسکرو او دلبنان حزب الله او ولسی ځواکونو داعش ترهګرې ډلې ته سخته ماتی ورکړی ده او دغه ډله اوس له مینځه تللی ده .
امریکا د داعش ډلې ډیر غړی افغانستان ته انتقال کړی دی .