امریکا او لویدیځ هیوادونه په لیبیا کښې په ګټو پسی دی
-
لیبیا د امریکا او د لویدیځو او د ځینوعربو هیوادونو په لاسوهنو سره د سیالو ډلو د جنګونو او دترهګرو ډلو په مرکز بدله شوي ده .
زمونږخبریال وایی دلیبیا په چاروکښې د ملګروملتونو ځانګړی استازی غسان سلامه ډاګینه کړه په لیبیا کښې د امریکا او دلویدیځو هیوادونو لاسوهنه د خپلو ځانګړیو ګټو د ساتلو په هدف سره ترسره کیږی .
د لیبیا په چارو کښې دملګروملتونو ځانګړی استازی غسان سلامه پرون د مصر په پلازمینې قاهرې کښې د لیبیا دپوځ له قوماندان خلیفه حفتر سره په کتنې کښې په لیبیا کښې د سیاسی اختلافاتو دختمولو لپاره پراخ بنسټه موافقې ته د رسیدا د نوښت په پلان غور وکړ .
دلیبیا په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړی استازی غسان سلامه ډاګینه کړه په لیبیا کښې دامریکا او د لویدیځو هیوادونو لاسوهنه د ملګروملتونو دعملیاتو له چوکاټ څخه بهر ده او دغه لاسوهنه د واشنګټن او داروپایی هیوادونو د ګټو دساتلو په هدف سره ترسره کیږی .
لیبیا د ۲۰۱۱ میلادی کال له سیاسی بدلونونو او د امریکا او د لویدیځو او د ځینوعربو هیوادونو په لاسوهنو سره د سیالو ډلو د جنګونو او دترهګرو ډلو په مرکز بدله شوی ده .