د لیندۍ د دیارلسمې نیټې ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو دا دی یوځل بیا مو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام برابر کړی دی. په دې پروګرام کښې له معمول سره سم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه درسره شریکوو. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره د ایران د وسله والو ځواکونو د لوړرتبه قومندانانو او په مالک اشتر نومي فیسټیول کښې د غوره شویو کسانو د ملاقات خبر سره له انځوره چاپ کړی او د رهبرۍ د ستر مقام دا خبره یې ورته د سرټکي په توګه غوره کړې چې ویې فرمایل: د وسله والو ځواکونو پياوړتیا ولس له زیانمنیدو څخه ساتي.
د خبر په ځینو مهمو برخو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي دې خبرو ته اشاره شوې ده چې فرمایي: له اسلامي نظام او ولس سره د غلیمانو دښمنۍ د خمیدو نه دي. له دښمنیو او یرغلونو سره مقابله د وسله والو ځواکونو د توانمنۍ په ورځ په ورځ زیاتیدونکې پیاوړتیا او دریدنې سره شونې ده. وسله وال ځواکونه نن سبا له فکري، عملي او د هوډ او ارادې له نظره ډیر غوره انساني ځواک ته ضرورت لري څو د دښمنانو په وړاندې ولس خوندي کړي.
د ټولو قواؤ معظم قوماندان د حضرت علی علیه السلام د قوماندان او ملګري «مالک اشتر» په نامه د فیسټیوال نومول، ښه او درس ورکونکی وبلل، او ویی ویل: مالک اشتر، د صراط مستقیم په پیژندنه او بصیرت، ټینګ هوډ، د مسؤلیت په احساس او د مجاهدت کولو لپاره په چمتو والي، زړه ورتیا او د قوماندانۍ په قدرت، او په عین حال کی په معنویت؛ عبادت؛ تقوا او خاکسارۍ کی یو لوړ سمبول دی او د ایران د وسله والو ځواکونو قوماندانان باید، له نورو څخه په زیاته اندازه، دغه لوړ حالات او روحیې په ځان کښې پیاوړې کړي.
د ټولو ځواکونو د معظم قوماندان له ویناؤو وړاندی، د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز ستر جنرال«محمد باقری» د مقاومت جبهې د ستراتیژیک بریالیتوب په خاطر، د مبارکۍ په ویلو سره، وویل: د مالک اشتر په اتم مرکزی فیسټیوال کی، د وسله والو ځواکونو ۵۲ بریمن قوماندانان او مسوولان معرفی شول، او د هغوی قدرونه وشوه.
ابرار:
ابرار ورځپاڼې بیا په خپل وړومبي مخ د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان او په سوریې او عراق کښې په داعش ترهګرې ډلې باندې د برلاسه کیدو د اتل جنرال سلیماني یو انځور راخیستی او لیکلي یې دي چې سردار قاسم سلیماني د وسله والو ځواکونو د ترټولو کامیاب قومندان په توګه غوره شو.
همدې ورځپاڼې خپل بل خبر د ایران د اسلامي شورا د مشر علي لاریجاني خبرو ته انعکاس ورکړی چې ویلي یې دي: له نشه ایزو موادو سره موثره مبارزه د هغې له سرچینې سره مقابلې ته ضرورت لري.
همداشان د اسلامي ایران ولسمشر ویلي: له چابهار سره د ایران د ریل لارې نښلیدل د دې سیمې موقعیت لا ځانګړی کوي.
د خبر په تفصیل کښې لولو چې د اسلامي ایران ولسمشر ډاکټر حسن روحاني پرون د سیستان او بلوچستان ولایت په مرکز زاهدان کښې د دغه ولایت د اداري شورا په غونډه کښې همداشان وویل: د ایران په جنوب ختیځ کې دمکران سواحلو کې د ایران دپوځ دسمندری ځواک شتون او دغه راز دسیمې امنیت او پراختیا لپاره د دغه ځواک ارزښمتند رول ته په اشارې سره روښآنه کړه ، دنړیوال سمندری اوبو دامنیت په پراختیا کې دایران د پوځ دسمندری ځواک هلې ځلې او دسیمې دامنیت په پراختیا کې داسلامی ایران د رول دایران دملت د ویاړ لامل دی .
داسلامی ا یران ولسمشر دچابهار شهید بهشتي بندر د پراختیا د پلان د وړومبي فیز افتتاح ، یوه سیمه ایز اونړیواله پروژه وبلله او وې وئیل ، ایران په ختیځ ،شمال اولویدیځ کې له ګاونډیو هیوادونو سره ښې ا ړیکې لری او له ټولو هیوادونو سره دوستانه او البته چې داحترام په اساس ښې اړیکې غواړی . هغه همداراز سیستان او بلوچستان ولایت ته دسفر په پای کې دخبریالانو په ټول کې ووئیل: د چابهار شهید بهیشتی بندر دلومړی فیز افتتاح د ولایت ، ایران ،سیمې او حتی د نړۍ د اقتصاد لپاره ډیر اهمیت لري.
ډاکټر حسن روحاني همداراز ووئیل سیستان اوبلوچستان ولایت او د دغې سیمې پولې له بشپړ امنیته برخمنې دی او له ګاونډیو هیوادونو سره د تجارت لپاره اصلي بیخ بینائي تاسیسات برابر شوي دي.
کیهان:
له تهرانه چاپيدونکې کیهان ورځپاڼې خپل وړومبی خبر په ابوظبۍ باندې د یمن د انصار ا... غورځنګ توغندوي حملې ته بیل کړی او په غټو ټکیو یې لیکلي دي: له ابوظبۍ طاخ خطا شو، ریاض له راتلونکې حملې په ویره کښې پریوت.
خبر کښې لولو: د یمن میزایل یونټ لکه څنګه چې ژمنه کړې وه چې پر یمن تیري کښې د ټولو ګډون کونکو هیوادونو پلازمینې به په نښه کوي، پرون یې په ابوظبۍ کښې پر (براکه) ایټمي تاسیساتو باندې د کروز میزائل په توغولو سره په خپل یو بل ګواښ عمل وکړ. انصار ا... له دې مخکښې د عربستان د پلازمینې ریاض پر هوايي ډګر باندې په توغندوي حملې سره د خپلو ژمنو پوره کول پیل کړي وو.
په یمن باندې په حمله کښې د سعودي تیري ګر ائتلاف ماتې سبب شوه چې د یمني انقلابیانو د ماتې لپاره یوه نوې حربه وکاروله شي. عربستان او اماراتو په یمن باندې د دوو اصلي تیري کونکو هیوادونو په توګه پر دغه هیواد د ۳۳ میاشتو په بې ځنډه بمبارۍ او لږترلږه د ۱۵ زرو ملکي وګړو له بوږنونکي قتل عام او همداشان د وبا او هیضې په شان ناروغۍ له خپرولو وروسته په جنګي ډګر کښې انصار ا... ته ماتې ورنه کړی شوه نو په دې وجه یې یوه نوې فتنه برابره کړه او په خپل زوړ نوکر او ګوډاګي علي عبدا... صالح یې پانګونه وکړه.
د یمن پلازمینه صنعاء په تیرو څو ورځو کښې د یمن د انقلابیانو خلاف د عبدا... صالح د ځواکونو د خیانت په ډګر بدله شوه داشان چې آل سعود دغه فتنه (مبارک انقلاب) وبلله. سعودي ائتلاف له دې فتنې ډیره تمه درلوده خو یوه بله ډیره مهمه پيښه رامینځته شوه او دغه ټول بدلونونه یې اغیزمن کړل. دغه پيښه پر ابوظبۍ توغندوي حمله او د اماراتو د ۳۰ میلیارډ ډالریز ایټمي بریښناکوټ ویشتل وو.
کابل چاپ:
د کابل ورځپاڼو نن تر ډېره د چابهار بندر د لومړنۍ برخې پر پرانیستلو او پاکستان ته د امریکا په دې خبرداري بحثونه کړي چې تر راتلونکي پسرلي پورې دې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.
مسیر
مسیر ورځپاڼې په یو مطلب کې لیکلي دي چې د چابهار بندر د لومړنۍ برخې د پرانیستلو په مراسمو کې د ایران د ولسمشر سربېره د افغانستان، پاکستان، هند، قطر او یو شمېر نورو هېوادونو استازو برخه اخیستی وه.
ورځپاڼې لیکلي دي چې د چابهار بندر د لومړنۍ برخې په پرانیستلو سره په کال کې د دغه بندر د کارګو ظرفیت له دوه نیم میلیونو ټنو څخه اته نیم میلیونو ټنو ته لوړ شو.
ورځپاڼې وړاندې د شنونکو په حواله لیکلي دي چې د چابهار بندر به شااوخوا ۸۰ کېلو متره لیرې د اوبو بلې غاړې ته د پاکستان د ګوادر بندر چې د چین په همکارۍ جوړېږي، وننګوي.
خو ورځپاڼه لیکي چې د ایران ولسمشر په خپلو خبرو کې د دواړو بندرونو ترمنځ د سیالۍ مسئله رد کړه او ویېویل چې چابهار بندر به د سیمې د هېوادونو ترمنځ یووالی او همکاري لا پیاوړې کړي.
هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د چابهار بندر د افغانستان لپاره خورا مهم بللی او لیکلي دي چې دا بندر به افغانستان د سیمې د سوداګرۍ په مرکز بدل کړي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې چابهار وروسته له هغې د اتکا وړ ټکی شو چې پاکستان د اټاري او واګه سرحدونو له لارې د افغانستان او هند ترمنځ سوداګري بنده کړه، خو اوس چابهار د پاکستان د لارو ستر بدیل دی چې افغانستان او هند یې سره تړلي دي.
ورځپاڼه وړاندې لیکي:
پاکستان له خپلو لارو د فشار د یوې وسیلې په توګه کار اخیست، خو چابهار بندر یې غرور ورمات کړ او اوس خپله د افغانستان تر فشار لاندی راغی.
ورځپاڼې وړاندې پاکستان ته د ولسمشر اشرف غني خبرداري ته کتنه کړې او لیکلي یې دي، که پاکستان د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ لپاره د اټاري او واګه بندرونه پرانهنیزي، نو افغانستان به هم منځنۍ اسیا ته د پاکستان د سوداګرۍ لارې بندي کړي.
طالبان د سولې خبرو ته د کېنولو لپاره پر پاکستان د امریکا فشار بله مهمه مسئله ده چې د کابل ورځپاڼو پرې پراخ بحثونه کړي دي.
ویسا
ویسا ورځپاڼې لیکلي دي، په داسې حال کې چې د امریکا د دفاع وزیر پاکستان ته روان دی، د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي دي چې د ټرمپ د نوې ستراتېژۍ ۱۰۰ ورځې پوره شوې، خو پاکستان لا تر اوسه په خپله خاوره کې د ترهګرو د خوندي ځالو پر وړاندې کوم اقدام نهدی کړی.
ورځپاڼه لیکي چې د سپینې ماڼۍ دغه چارواکي ویلي دي چې پاکستان تهیې ویلي دي چې تر راتلونکي پسرلي پورې دی افغان طالبان د سولې د خبرو مېز ته راولي.
ورځپاڼه لیکي:
د سپینې ماڼۍ چارواکي دا په ډاګه کړه چې دوي تشې خبرې نهغواړي، بلکې د افغان سولې په اړه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې رښتینې خبرې غواړي.
د ورځپاڼې په وینا امریکا دا هم ویلي دي، تر هغو چې په پاکستان کې د طالبانو خوندي ځالې موجودې وي، نو فکر نهکېږي چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر شي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*