دامریکا ستري محکمې په مسلمانو هیوادونوبندیز تصویب کړ
Dec 05, 2017 00:53 Asia/Kabul
-
امریکا دایران ، سوریې ، لیبیا ، یمن ، صومالیه او چاډ هیواد په ښاریزو بندیز لګولی دی او ددغوهیوادونو ښاریز امریکا ته نشي ورتللی .
زمونږخبریال وایی دامریکا سترې محکمې دغه هیواد ته دشپږو ()۶اسلامی هیوادونو د ښاریزو په ورتلو بندیز تصویب کړ .
د ویلو ده چې امریکا ته د مسلمانو هیوادونو د ښاریزو په ورتلو دغه بندیز ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه(۱)حکم کښې لګولی وو او اوس سترې محکمې هم دغه حکم تائید کړی .
د امریکا دسترې محکمې له نهو(۹) قاضیانو څخه اوو (۷) خپل هیواد ته د مسلمانو هیوادونو د ښاریزو د ورتلو بندیز ته مثبته او دوو(۲) قاضیانو منفی رایه ورکړه .
دامریکا په بیلابیلو محکمو کښې دغه هیواد ته د مسلمانو هیوادونو د ښاریزو په سفر دبندیز په اړه دوسیې تر غور لاندې دی .
امریکا دایران ، سوریې ، لیبیا ، یمن ، صومالیه او چاډ هیواد په ښاریزو بندیز لګولی دی او ددغوهیوادونو ښاریز امریکا ته نشی ورتللی .
ټیګونه