دیمن د ملت پرضد ستره دسیسه ناکامه شوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60525-دیمن_د_ملت_پرضد_ستره_دسیسه_ناکامه_شوه
زمونږ خبریال وایی د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالمالک بدرالدین الحوثی پرون د پخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح وژل کیدا ته په اشارې سره ټینګار وکړ نن یوه(۱) ستره او استثنایی او د دسیسې د نسکوریدا او له مینځه تلو ورځ ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 05, 2017 01:30 Asia/Kabul
  • د علي عبدالله صالح مړینه د یمن د جمهوریت دمړينې په معنا نه دی او په دغه هیواد کښې به جمهوري نظام هماغه راز پاتې وي .
    د علي عبدالله صالح مړینه د یمن د جمهوریت دمړينې په معنا نه دی او په دغه هیواد کښې به جمهوري نظام هماغه راز پاتې وي .

زمونږ خبریال وایی د یمن د انصار الله غورځنګ مشر عبدالمالک بدرالدین الحوثی پرون د پخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح وژل کیدا ته په اشارې سره ټینګار وکړ نن یوه(۱) ستره او استثنایی او د دسیسې د نسکوریدا او له مینځه تلو ورځ ده .

هغه په پلازمینې صنعا کښې د فتنې د  ماتی د تاریخی ورځې په مناسبت د یمن ملت ته مبارکۍ وویله او ویې ویل ددغه دسیسې هدف د تیریګرو په وړاندې د یمن د ملت پایدارۍ ته  ګوزار ورکول وو خو دیمن ملت له دغه دسیسې تیر شو .

دیمن دانصار الله غورځنګ مشر عبدالمالک بدرالدین الحوثی وویل تیریګر هیوادونه هیله من وو له دوې سره د جنګ په جبهو کښې د  انصار الله غورځنګ او د پوځ دعسکرو بوخت ساتل  له دسیسې او فتنې سره د مقابلې لپاره  د پوځ  په وس منفی اغیز واچوی او وکولای شی دغه فتنه په ټول یمن کښې خپره کړی خو د پخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح فتنه  په کابو دریو (۳)ورځو کښې په کامل ډول ناکامه شوه .

هغه وویل په پلازمینې صنعا کښې د دسیسې د ناکامه کیدا ترټولواصلی علت دیمن دملت ایمان وو او هغه کسان  چې د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد ص د زوکړې د کلیزې په ورځ یې حملې پیل کړې خدای پاک  ناکامه کړل او دهغوې دسیسه یې هم شنډه کړه .

عبدالمالک الحوثی په دې خبرې ټینګار سره چې په پلازمینې صنعا کښې پلان شوی دسیسه له سیاسی ، رسندوی ، او پوځی پلوه د دښمنو هیوادونو تر ملاتړ لاندې وه وویل سعودی عربستان ، متحده عربی امارات، امریکا او انګلستان ددغه  دسیسې په بهیر کښې تاریخی ماتی وخوړله او په حقیقت کښې علی عبدالله صالح ته د اړونده ځواکونو حملې د سعودی عربستان او دمتحده عربی اماراتو لخوا جنګ وو .

هغه وویل د علی عبدالله صالح مړینه د یمن د جمهوریت دمړینې په معنا نه ده او په دغه هیواد کښې به جمهوری نظام هماغه راز پاتې وی .