سعودی عربستان په یمن حملو ته دوام ورکړی
-
د یمن پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح پرون له پلازمینې صنعا څخه مارب ولایت ته د تلو په وخت ووژل شو .
زمونږ خبریال وایی دسعودی عربستان جنګی الوتکو بیګا دیمن په پلازمینې صنعا کښې د ولسمشرۍ په ماڼۍ او شاو خوا سیمو څلور(۴) ځله بمبارۍ وکړې او له کبله یې دخلکو کورونو او عمومی ځایونو ته تاوانونه ورسیدل .
د یمن په پلازمینې صنعا د سعودی عربستان دجنګی الوتکو الوتونه هماغه راز دوام لری .
دیمن پلازمینه صنعا په تیرو څو ورځو کښې انصار الله ولسی غورځنګ ته د اړونده ولسی کمیټیو او له پوځ سره د پخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح د اړونده وسله والو ډلو ترمینځ د جنګونو ډګر وه .
دعلی عبدالله صالح وسله والو ډلو په دغو جنګونو کښې دسعودی عربستان د ال سعود رژیم په هوایی حملو او رسندوی او سیاسی او لاجیسټیکی ملاتړونو تکیه لرله .
د یمن پخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح پرون له پلازمینې صنعا څخه مارب ولایت ته د تلو په وخت ووژل شو .