سعودی عربستان په یمن حملو ته دوام ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60531-سعودی_عربستان_په_یمن_حملو_ته_دوام_ورکړی
زمونږ خبریال وایی دسعودی عربستان جنګی الوتکو بیګا دیمن په پلازمینې صنعا کښې د ولسمشرۍ په ماڼۍ او شاو خوا سیمو څلور(۴) ځله بمبارۍ وکړې او له کبله یې دخلکو کورونو او عمومی ځایونو ته تاوانونه ورسیدل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 05, 2017 02:02 Asia/Kabul
  • د یمن پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح پرون له پلازمینې صنعا څخه مارب ولایت ته د تلو په وخت ووژل شو .
    د یمن پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح پرون له پلازمینې صنعا څخه مارب ولایت ته د تلو په وخت ووژل شو .

زمونږ خبریال وایی دسعودی عربستان جنګی الوتکو بیګا دیمن په پلازمینې صنعا کښې د ولسمشرۍ په ماڼۍ او شاو خوا سیمو څلور(۴) ځله بمبارۍ وکړې او له کبله یې دخلکو کورونو او عمومی ځایونو ته تاوانونه ورسیدل .

د یمن په پلازمینې صنعا د سعودی عربستان دجنګی الوتکو الوتونه هماغه راز دوام لری .

دیمن پلازمینه صنعا  په تیرو څو ورځو کښې انصار الله ولسی غورځنګ ته د اړونده ولسی کمیټیو او له پوځ سره د پخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح د اړونده وسله والو ډلو ترمینځ د جنګونو ډګر وه .

دعلی عبدالله صالح وسله والو ډلو په دغو جنګونو کښې دسعودی عربستان د ال سعود رژیم په هوایی حملو  او رسندوی او سیاسی او لاجیسټیکی ملاتړونو تکیه لرله .

د یمن پخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح پرون له پلازمینې صنعا څخه مارب ولایت ته د تلو په وخت ووژل شو .