دیمن ددښمانانو خطرناکه دسیسه شنډه شوه
-
دیمن خلک په ښه ډول له ازمیښت سرلوړې ووتل او دا د دخلکو په بریالیتوب ټینګار دی .
زمونږخبریال وایی د یمن دانصار الله غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام د پخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح له وژل کیدا وروسته وویل دخدای پاک ج په مرستې سره ددښمانانو ترټولو خطرناک عامل له مینځه ولاړه او دهیواد خلک په ښه ډول له ازمیښت سرلوړې ووتل او دا د یمن دخلکو په بریالیتوب ټینګار دی .
هغه وویل علی عبدالله صالح خیانت وکړ او د شراکت په قواعدو سترګو پټولو سره له تیریګرو هیوادونو هم مخکې لاړه او انصار الله غورځنګ یې په غیر حقیقی چارو تورن کړ .
دیمن دانصار الله غورځنګ ویندوی محمد عبدالسلام دې ته په اشارې سره چې متحده عربی اماراتو پخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح او دهغه نږدې کسان له دغه وژلې سره مخ کړل دیمن دملی کانګرس ګوند غړیو ته په وینا کښې وویل ددغه ګوند غړی هماغه راز د ملی ژغورنې په حکومت کښې ونډه لری او انصار الله غورځنګ له دوې او له تیریګرو دښمانانو سره د مقابلې لپاره له ټولو ځواکونو سره د ملګرتیا غوښتونکی دی .