مطبوعاتو ته کتنه
د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی دا سرټکئ لیدل کیږی: د افغانستان د ختیځ د قومی مشرانو غونډه؛ د سولې لارو چارو د څیړلو په منظور ترسره شوه. د افغانستان په ختیځ کی قومی مشرانو، د سولې د لارو د څیړلو په هکله، د«پکتیکا» په ولایت کی یوه غونډه وکړه.
په همدی اړه؛ قومی مشرانو اعلان وکړ: روانه جګړه د پردیو هیوادونو له خوا پر افغانستان تپله شوې ده، او په افغانستان کی د سولې لوړه شورا؛ د مصالحې کولو او د طالبانو د راضی کولو د زمینې د برابرولو توانایې نه لری، او دولت باید پدی هیواد کی د سولې پروسې لپاره، یوه نوې ستراتیژې تنظیمه کړی. دغو مشرانو د افغانستان د دولت له وسله والو مخالفانو وغوښتل چی د سولې له بهیر سره یو ځای شی؛ ځکه چی د افغانستان په روانه جګړه کی پردی هیوادونه ګټه وړی. په همدی حال کی د افغانستان د ملی وحدت دولت اجرائیه رئیس«عبدالله؛عبدالله»، د امریکی د خارجه وزارت د معاونت له سرپرستې«آلیس ویلز» سره په کتنه کی، په افغانستان کی له ټروریزم سره په مبارزه کی، د مسکو- واشنګټن د ګډې همکارۍ غوښتنه وکړه.
*******
د تهران چاپ د آفتاب یزد ورځپاڼی د یو راپور په سر کی د منصور هادی له قوله لیکل شوی؛ چی یمنیان دی د انصارالله په خلاف ښورښ وکړی. د«علی عبدالله صالح» له وژل کیدو وروسته، د یمن تښتیدلی ؤلس مشر«عبدربه منصور هادی» د یمن له خلګو وغوښتل؛ چی د حوثیانو په خلاف ښورښ وکړی، او د«نوی فډرال یمن» په لور دی ګام پورته کړی. د دغه راپور سره سم، د یمن تښتیدلی ؤلس مشر«منصور هادی»، د یمن د پخوانی ؤلس مشر«علی عبدالله صالح» له وژل کیدو وروسته، په ریاض کی د یوې ټایپ شوې وینا په ترځ کی؛ چی له عربی ټلویزونی شبکو څخه خپره شوه، د یاد هیواد له خلګو وغوښتل؛ چی د یمن په ټولو ولایتونو کی د حوثیانو په خلاف ښورښ وکړی، او هغوی له ډګر څخه وباسی.
د یمن تښتیدلی ؤلس مشر، د حوثیانو له لاسه د هیواد د بهر کیدو غوښتنه وکړه، او د یمن خلګو ته یی په خطاب کی وویل: راځۍ چی یو او بل ته لاسونه سره ور کړو، او د ملی خبرو اترو؛ او د فډرال یمن د رامنځته کولو په لور ګام واخلو.
منصور هادی؛ پرون دوشنبه خپلو پلویانو ته دستور ورکړ: چی په صنعا باندی د سلطې موندلو لپاره؛ د عربستان تر امر لاندی پوځی ائتلاف په ملاتړ سره، پراخ پوځی عملیات پیل کړی.
*******
د تهران چاپ د اعتماد ورځپاڼی د«میثم سلیمانی» په قلم په یو تحلیلی مطلب کی د«علی عبدالله صالح» د وژل کیدو په هکله لیکلی دی: په یمن کی د بدلونونو چټکتیا، ډیره زیاته شوې ده، شرایط پدی ډول دی؛ چی ممکنه ده هره شیبه یوه پیښه را منځته شی. دا پداسی حال کی ده چی د یمن د بدلونونو وضعیت، په څو وروستیو میاشتو کی ډیر ورو او تکراری شوئ ؤ؛ دا ډول چی سعودی عربستان هره ورځ، د یمن د ؤلسی ځواکونو او پوځ په خلاف؛ هوایی حملې ترسره کولې، او پسله هغه یی په یو ډول د دغو حملو ځواب هم تر لاسه کاوه. خو، د څو تیرو ورځو په اوږدو کی، د یمن بدلونونه هغې خواته روان دی، چی داسی بریښی دغه بحران ورو؛ ورو خپل برخلیک ټاکونکو شیبو ته نږدی کیږی.د سعودی له پوځی ائتلاف سره د خبرو اترو، او له انصارالله څخه د مخ اړولو په هکله، د یمن د پخوانی ؤلس مشر«علی عبدالله صالح» له وینا څخه یواځی دوه ورځی وروسته، پرون دوشنبه داسی خبرونه خپاره شول؛ چی د یمن پخوانئ ؤلس مشر«علی عبدالله صالح» وژل شوئ دئ. په سر کی ټول د دغه خبر د تکذیبیدو په انتظار کی ؤو، خو ورو؛ ورو د علی عبدالله صالح له جنازې څخه د یو شمیر تصویرونو په خپریدلو سره، چی د انصارالله ځواکونو له خوا د یو واڼت په شا ایښودله کیږی، دغه خبر رښتیا شو.
*******
اوس هم د کابل چاپ ورځپاڼو ته یوه کتنه کوؤ:
د کابل ورځپاڼو د نن ورځې زیاتره بحثونه د افغانستان د ملی امنیت شورا څخه د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال د غړیتوب لغوه کولو او د ولسی جرګې لهخوا ۱۱ نوماند وزیرانو ته د باور رأیې ورکولو ته ځانګړې کړې دی.
دنیا
دنیا ورځپاڼې د خپل لومړی مخ په یو غټ سرلیک کې د ځینو باوری سرچینو په حواله لیکلی دی چې د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق د افغانستان د ملی امنیت شورا له غړیتوبه بېبرخې شو، حال دا چې د ارګ ماڼۍ ویلی دی چې په دې اړه تر اوسه کومه پرېکړه نهده شوې.
ورځپاڼې وړاندې د دغو سرچینو په حواله چې نومیې نهدی اخیستل شوی لیکلی دی چې د شوې پرېکړې له مخې به محقق د ده د څرګندونو په اړه د څیړنو تر پای ته رسیدو پورې د امنیت شورا په غونډو کې برخه نهشی اخیستلی.
ورځپاڼې لیکلی دی چې د محقق په اړه دا پرېکړه په داسې حال کې شوی چې نوموړی د ځینو مسایلو په اړه د ولسمشر له لومړی مرستیال جنرال دوستم سره د خبرو په هدف ترکیې ته تللی دی.
سرخط
سرخط ورځپاڼې پرته له دې چې له امنیت شورا څخه د محقق د غړیتوب ځنډولو ته کومه اشاره وکړی پر حکومت انتقاد کړی دی چې له اشخاصو سره توپیری چلند کوی.
ورځپاڼې وړاندې د انتخاباتو په اړه او د لویې جرګې په پلوۍ د ځینو کسانو د څرګندونو په وړاندې د حکومت اقدام ته په کتو لیکلی دی چې حکومت دوی د خپلو څرګندونو له کبله له دندو ګوښه کړی، خو د محقق د څرګندونو په اړه چې ارګ او سپیدار دواړهیې د ملی ګټو پر خلاف بولی، د ده شخصی نظر بولی.
د ورځپاڼې په وینا د حکومتونو په اړه دا رښتیا ده چې یوه سترګهیې ړنده وی او بلهیې روغه او خپل بحثیې د ګلنار بیګم د یوی سندرې د یو بیت په ذکر سره پای ته رسولی چې ویلی دی، چا ته زولنې او د چا د غاړې هار شی دغه زلفې زما.
انیس
انیس دولتی ورځپاڼې د ولسی جرګې لهخوا نوماند وزیرانو ته د باور رأیې د ورکولو په اړه په خپله تبصره کې ټینګار کړی دی چې د یو مقام او منصب اخیستل امتیاز نه بلکې یو مسؤلیت دی.
ورځپاڼه لیکی:
ولسی جرګې پرون د کابینې نوماند غړو ته د باور رأیې د ورکولو لپاره د رأیې صندوقونه کیښودل چې ۱۱یې بریالی او یوازې یو نوماند یې رد کړ.
ورځپاڼه وړاندې د ولسی جرګې د مشر دا غوښتنه راخیستې چې ویلی دی، حکومت باید پاتې نوماندان هم معرفی کړی څو په ادارو کې د سرپرستۍ دود پای ته ورسیږی.
ورځپاڼې لیکلی دی چې دا وزیران په داسې حال کې د باور رأیې اخلی چې هیواد او خلک له سختو ورځو د تیرېدو په حال کې دی او دوی باید په مسؤلانه توګه خپل کارونه ترسره کړی.
ملی ارمان
ملی ارمان ورځپاڼې بیا نوماند وزیرانو ته د ولسی جرګې د باور رأیې بهیر ته په اشارې لیکلی دی چې ولسی جرګې په دغه بهیر کې زن ستیزی کړې ده.
ورځپاڼه لیکی:
که څه هم پرون د ولسی جرګې لهخوا ۱۱ نوماند وزیرانو ته د باور رأیې ورکولو د سرپرستۍ ستونزه پای ته ورسوله، خو په دې ترڅ کې ولسی جرګې د خلکو د تمې په خلاف د کابینې یوازنۍ نوماندې ښځې ته د باور رأیه ورنهکړه.
ورځپاڼې لیکلی دی چې دا کار د ښځو په وړاندې د تبعیضی سیاست برخه ده.
ځکه د ورځپاڼې په وینا دا نومانده نهیوازې دا چې یوه ښځه وه، له نورو څخهیې هیڅ هم کم نهوو او دا ممکنه وه چې جرګه ورته د باور رأیه ورکړی، خو د تمې خلاف ولسی جرګې په دې برخه کې بېعدالتی وکړه.
د دې ترڅنګ سرخط او دنیا ورځپاڼو هم د ښځینه نوماندې وزیرې په وړاندې د ولسی جرګې پر چلند انتقاد کړی دی.