دیمن د پخوانی ولسمشر نږدې ملګری ووژل شو
-
په یمن کښې دغه جنګونه دسعودي عربستان، متحده عربي اماراتو،امریکا او انګلستان په سازباز او لمسون سره پیل شوي دي .
ایرنا خبری اژانس وایی دیمن پخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح ته ترټولو نږدې پوځی او د ولسمشرۍ دګارډ مشر «مهدی مقوله» په صنعا کښې په «ریمه حمید »کلی کښې ووژل شو .
د «مهدی مقوله »مړی په پلازمینې صنعا کښې په الکویت روغتون کښې ساتل کیږی .
مهدی مقوله د تیر میلادی کال د دسمبر دمیاشتې په دولسمه(۱۲) نیټه د ولسمشرۍ دګارډ د نوی مشر په توګه انتخاب شوی وو .
دغه راز دیمن پخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح ته نږدې یو (۱) بل پوځی قوماندان عبدالله صبعان هم انصار الله ولسی غورځنګ ته تسلیم شوی دی .
په عین حال کښې د یمن د ولسی کانګرس ګوند دځواکونو قوماندان طارق محمد عبدالله صالح چې دپخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح وراره وو پرون د انصار الله غورځنګ له ځواکونو سره په جنګ کښې ووژل شو .
ډیرو کسانو طارق محمد عبدالله صالح دپخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح ځاې ناستی ګاڼه .
د یمن د پخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح او د انصار الله ولسی غورځنګ ترمینځ د خبرو له ناکامه کیدا وروسته په پلازمینې صنعا کښې جنګونه پیل شول چې د پخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح په شمول په لسګونو کسان پکښې مړه او ژوبل شوی دی .
په یمن کښې دغه جنګونه دسعودی عربستان، متحده عربی اماراتو،امریکا او انګلستان په سازباز او لمسون سره پیل شوی دی .