دیمن د پخوانی ولسمشر نږدې ملګری ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60617-دیمن_د_پخوانی_ولسمشر_نږدې_ملګری_ووژل_شو
ایرنا خبری اژانس وایی دیمن پخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح ته ترټولو نږدې پوځی او د ولسمشرۍ دګارډ مشر «مهدی مقوله» په صنعا کښې په «ریمه حمید »کلی کښې ووژل شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 06, 2017 10:56 Asia/Kabul
  • په یمن کښې دغه جنګونه دسعودي عربستان، متحده عربي اماراتو،امریکا او انګلستان په سازباز او لمسون سره پیل شوي دي .
    په یمن کښې دغه جنګونه دسعودي عربستان، متحده عربي اماراتو،امریکا او انګلستان په سازباز او لمسون سره پیل شوي دي .

ایرنا خبری اژانس وایی دیمن پخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح ته ترټولو نږدې پوځی او د ولسمشرۍ دګارډ مشر «مهدی مقوله» په صنعا کښې په «ریمه حمید »کلی کښې ووژل شو .

د «مهدی مقوله »مړی په پلازمینې صنعا کښې په الکویت روغتون کښې ساتل کیږی .

مهدی مقوله د تیر میلادی کال د دسمبر دمیاشتې په دولسمه(۱۲) نیټه د ولسمشرۍ دګارډ د نوی مشر په توګه انتخاب شوی وو .

دغه راز دیمن پخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح ته نږدې یو (۱) بل پوځی قوماندان عبدالله صبعان هم  انصار الله ولسی غورځنګ ته تسلیم شوی دی .

په عین حال کښې د یمن د  ولسی کانګرس ګوند دځواکونو قوماندان طارق محمد عبدالله صالح  چې دپخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح وراره وو پرون د انصار الله غورځنګ له ځواکونو سره په  جنګ کښې ووژل  شو .

ډیرو  کسانو طارق محمد عبدالله صالح دپخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح ځاې ناستی ګاڼه .

د یمن د پخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح او د انصار الله ولسی غورځنګ ترمینځ د خبرو له ناکامه کیدا وروسته په  پلازمینې صنعا کښې جنګونه پیل شول چې د پخوانی ولسمشر علی عبدالله صالح په شمول په لسګونو کسان پکښې مړه او ژوبل شوی دی .

په یمن کښې دغه جنګونه دسعودی عربستان، متحده عربی اماراتو،امریکا او انګلستان په سازباز او لمسون سره پیل شوی دی .