د بریتانیا دلومړۍ وزیرې د وژلو پلان ناکامه شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i60627-د_بریتانیا_دلومړۍ_وزیرې_د_وژلو_پلان_ناکامه_شو
زمونږخبریال وایی د لندن پولیسو د بریتانیا دلومړۍ وزیرې ټریسا مې ()د وژلو لپاره د هڅې په تور د دوو (۲)کسانو دنیولوپه تائیدولو سره نور جزیات خپاره کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 06, 2017 12:21 Asia/Kabul
  • د بریتانیا پولیس وايي چې ددغه هیواد جاسوسۍ ادارو د هیواد په کابینې نهه(۹) ټروریسټي حملې شنډې کړي دي .
    د بریتانیا پولیس وايي چې ددغه هیواد جاسوسۍ ادارو د هیواد په کابینې نهه(۹) ټروریسټي حملې شنډې کړي دي .

زمونږخبریال وایی د لندن پولیسو د بریتانیا دلومړۍ وزیرې ټریسا مې ()د وژلو لپاره د هڅې په تور د دوو (۲)کسانو دنیولوپه تائیدولو سره نور جزیات خپاره کړل .

دلندن پولیسو په یوې(۱) رسمی بیانیې کښې د انګلستان دلومړۍ وزیرې میرمن ټریسا مې دفتر ته نږدې په بم کیښودلو د دوو(۲) شکمنو کسانو د نیولوپه تائیدولوسره وویل ټروریسټانو اراده لرله په یوه (۱)بیګ(Bag) کښې کیښودل شوی بم په ډاونینګ سټریټ (Downinh Street )کښې چیرې چې د لومړۍ وزیرې دفتر دی واچودوی او په چاقو سره په هغې حمله هم وکړی .

ویل کیږی چې دوه نیول شوی کسان د داعش ترهګرې ډلې غړی دی .

د بریتانیا پولیسو پرون ویلی وو چې دلومړۍ وزیرې ټریسا مې د  وژلو پلان یې شنډ کړی دی .

د بریتانیا پولیس وایی چې ددغه هیواد جاسوسۍ ادارو د هیواد په کابینې نهه(۹) ټروریسټی حملې شنډې کړی دی .

د انګلستان په شمول اروپایی هیوادونه چې دسوریې دقانونی ولسمشر بشار اسد دحکومت پرضد یې داعش او نوروترهګرو ډلو ملاتړ کړی اوس په عراق  او سوریې کښې ددغو ترهګرو ډلو په ماتی سره اندیښمن دی چې دغه ټروریسټان اروپایی هیوادونو ته بیرته ستانه شی او هلته ترهګرې حملې زیاتې کړی .