امریکا خپل سفارت بیت المقدس ته انتقالوی
-
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به خپلو چارواکو ته حکم ورکړي چې سمدستي په دغه پلان کار پیل کړي .
زمونږخبریال وایی دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مینځنی ختیځ مشرانو ته وویل چې دې به بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمینې په توګه په رسمیت وپیژندی .
دامریکا چارواکو وویل چې ولسمشر ټرمپ به نن په راتلونکو شپږو(۶) میاشتو کښې داسرائیلو له پلازمینې تل ابیب څخه د واشنګټن دسفارت د انتقالولو لپاره نن بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمینې په توګه په رسمیت وپیژندی .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به خپلو چارواکو ته حکم ورکړی چې سمدستی په دغه پلان کار پیل کړی .
دفلسطین دکورواکه تشکیلاتو مشر محمود عباس ویلی دی چې دامریکا دغه اقدام د اسرائیلو او دفلسطین دخلکو ترمینځ د مینځګړی رول ختمولای شی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ دفلسطین د کورواکه تشکیلاتو مشر ، د عربستان باچا، د مصر ولسمشر او نور عرب مشران له خپلې فیصلې په ټیلی فونی تماسونو کښې خبر کړی دی .