اسرائیل ځمکه نلری چې هغه پلازمینه معرفی کړی
-
له سرو کرښو تیریدل به دسیمې په سویه د ویرونکو بدلونونو دپیلیدا سبب شي .
زمونږ خبریال وایی دفلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس دسیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه د اسرائیلو دپلازمینې په توګه د قدس په رسمیت دپیژندلو لپاره دامریکا فیصلې ته په غبرګون کښې وویل صهیونیسټ رژیم اصلا ځمکه نلری چې وغواړی هغه د خپلې پلازمینې په توګه معرفی کړی .
هغه پرون دعربو او اسلامی هیوادونو ، ملګروملتونو ، د اسلامی ملګرتیا موسسې ، دعربو اتحادیې او د عربی او د اسلامی موسسو او ادارو مشرانو ته د پیغام استولو سره ټینګار وکړ دفلسطین ملت به د قدس پرضد دامریکا د دسیسې د اجرا کیدا اجازه ورنکړی او دخپل ټاټوبی او د سپیڅلی ځایونو ددفاع لپاره به له هر اوزاره استفاده وکړی .
دفلسطین دحماس غورځنګ دسیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه وویل دامریکا دغه اقدام د صهیونیسټ رژیم په جنایتونو د برغولو د کیښودلو او دقدس دصهیونیسټی کولو لپاره داسرائیلو د پروګرامونو دعملی کیدا لپاره ترسره کیږی او زیاته یې کړه له سرو کرښو تیریدل به دسیمې په سویه د ویرونکو بدلونونو دپیلیدا سبب شی .